کور / هراړخیز / د پاکستان سره د امریکی پټی وعدی مونږ نه متاثره کوی‎

د پاکستان سره د امریکی پټی وعدی مونږ نه متاثره کوی‎

نن د ټولو رسنیو سرلیکونه او غټی ټکی د امریکایی چارواکو هغه غیر مسولانه خبری وی چی د ډیورند د کرښی په هکله کړی دی.

د ډیورند کرښه هغه د لانجی ډکه مسله ده چی د انګلیس استعمارګر حکومت په ۱۸۹۳ میلادی کال د خپل قوت د پراخولو او د میړنی پښتون قام د کمزوری لپاره رامنځته کړه او هغوی یی دوه ځایه کړه.

په هغه وخت کی استعمارګر قدرت په دی ونه توانیده چی دغه میړنی افغانان د جنګ په ډګر کی مات کړی نو ددی کرښی په رامنځته کولو خپل اوږد مهاله پلان ترتیبولو په لټه کی شول. دا پلان چی قدم په قدم د تطبیق په لوری روان دی اوس یی خپل آخری حد ته رسیدلی نو ځکه امریکایی او انګلیسی چارواکی په ډیر جرات سره دا وایی چی امریکه او ددی سره نور ملګری لا پخوا دا کرښه د یوی نړیوالی پولی په توګه پیژانده، زه د امریکی څخه دا پوښتنه کوم چی کله تا د جهاد په وخت کی د روس د ماتولو لپاره د افغانانو سره مرسته کوله نو په هغه وخت کی دی ولی دا نه ویلی چی امریکه دا کرښه د یوی رسمی پولی په توګه پیژنی؟

په ۱۹۴۷ د اګست په ۱۴ نیټه د برتانوی هند یوه برخه او د افغانستان د پښتونخوا سیمی بیلول او د پاکستان جوړول د دی استعمارګرو د پلان د تطبیق شروع وه.

د افغانستان په شرقی ولایتونو د پاکستان د راکټونو باران، په داسی حال کی چی امریکا په ستراتیژیک تړون کی د افغانستان پر خاوره د هر بل هیواد نظامی مداخلی په غبرګون د افغان اردو سره ځان د دفاع لپاره شریک بولی، ولی نن له خپل دغه لاسلیک شوی وعدی په شا کیږی؟ او هو ګټی یی په خطر کی دی، په دی کی د امریکی څه ګټه ده چی پاکستان سره ناندری ووهی چی دا سیمه خوشی کړی؟

د تورخم په بندر کی د دوستی دروازی کینول چی د ننګرهار والی ؟؟؟ هم په پرانسته کی یی برخه اخیستی وه، د پاکستان د آی اس آی مشر تګ امریکی ته او بیا د افغانستان د راتلونکی په هکله غږیدل او پریکړه هم د دغه پلان یوه برخه وه. د افغانانو تر منځ د قومی، ژبنی، سمتی او نور اختلافاتو ته لمن وهل او داسی نور سل دسیسی د همدی موخی ته د رسیدو لپاره ترسره کیږی.

او بلآخره نن چی دا کرکجنی څیری په ښکاره ددی کرښی د رسمی کولو دعوی کوی د دوی په آند دا د هماغه پلان آخری پړاوونه دی.

د ډیورند کرښه هغه لانجمنه مسله ده چی د افغانستان یو حکومت هم (شاهی، جمهوری، کمونستی، امارت او بالآخره د کرزی حکومت) د هغه د رسمیت پیژندلو لاسلیک نه دی کړی، او نه ددی صلاحیت لری چی وی کړی دا د افغانستان د خلکو حق دی چی د یوی لوی جرګی په جوړلو د دی په هکله تصمیم ونیسی او خپل آخری تصمیم د ملګرو ملتونو او نړیوالو ته وړاندی کړی ترڅو دغه صوبه چی باید په ۱۹۹۳ کال کی افغانستان پوری بیرته تړل شوی وای اوس وتړل شی.

امریکا پاکستان خپل د جګړی ملاتړی بولی خو بیا اعتماد هم پری نه کوی او وایی چی پاکستان د ۱۰۰ څخه زیات اتومی سرګلولی لری دوی هم پوهیږی چی د پاکستان سټ او مخ نه معلومیږی، یو څه ویره تری کوی، خو زمونږ څخه به یی سترګی په څه وسوزی؟ په مرحوم ربانی صیب، په شیخ الحدیث صیاف صیب، په کرزی صیب، په دیموکرات شمالی ټلوالو یا په کوم بل کس؟

خو آ ! یو څه به خاماخا سترګی یی سوزوی چی هغه زمونږ یووالی او اتحاد دی، نه پښتون، نه تاجک، نه هزاره او نه …. بلکه ټول د یو افغان په توګه د افغانستان تر بیرغ ټولیدل هغه څه دی چی زموږ بری حتمی کوی او زموږ د ماتیدو چانس کموی او زه ډاډه یم چی ان شاالله ټول به سره یو کیږو او نړی ته به ښایو چی مونږ یو متحد افغان یو.

امریکا، انګلیس او د هغه انډیوالان باید دا له پامه ونه غورځوی چی افغانان هغه مسلمان او غیرتی خلک دی چی هر اشغالګر او تجاوزګر ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او په ځلونو ځلونو په شرمیدلی بڼه یی له دی هیواده ایستلی او بیا به هم دغه افغان د بدن د وینو په بیه له دی هیواده دفاع کوی هیڅ یو دغو اشغالګرو ته به اجازه نه ورکوی چی ددی خاوری په ویشلو او بیلولو کی تصمیم ونیسی او نه دا د هغوی حق دی.

امریکا که نن د افغانستان د آبادولو په پلمه راغلی نو افغانانو ته دی حساب ورکړی چی د پیسو په دی سیلاب کی په دی یولسو کالو کی کوم کوم بنیادی او رغنیزکارونه وکړل؟ بس خارجی تابعت لرونکی افغانان یی په خیټه ماړه کړل او ډیره برخه د بودجی یی خپل کمپنیو ته چی په دی هیواد کی په غولونکی عمرانی کارونو لګیا دی ورکړ.

د پښتونخوا د سوات سیمه کی ملاله ټپی شوله مونږ د افغان په صفت او د بشر د خواخوږی په توګه د زړه له تله پری خفه یو خو چی په هر ۲۴ ساعتونو کی زمونږ څو څو ملالی همدغه یرغلګرو په بمباریو او مختلفو بهانو او پلمو وژنی بیا هغه څوک هم نه یادوی؟؟؟ د سوات د ملالی له قضیی څخه اوس د یو سیاسی توکی په ډول استفاده کیږی چی د انسان ذهن یو بل خواته اړوی، غرب هوډ لری چی ملاله ځانته د ۱۱ سپتمبر په شان یو الګو وګرځوی او کوزی پښتونخوا سیمه پری وران او ویجاړ کړی انګلیس خپل موخه پلی کول غواړی خو پاکستان د خپل ګټی سره سره دا ویره هم لری چی پر پښتونخوا د غرب له لوری حمله به د پاکستان ضد تحریکونه وزیږوی نو د خپل صفیر میا افتخارحسین په خوله اظهار کوی چی پاکستان ته دی ډرون تکنالوژی (بی پیلوټه الوتکی) ورکړل شی چی د ترهګرو په ضد کارول کیږی ترڅو پاکستان خپله پریکړه وکړی چی پر کوم ځای برید وکړی او پر کوم ځای ونه کړی.

هو! غرب پاکستان (آی اس آی) سره به خاماخا داسی د هغی د غلامی په بدل او د پښتنو په له منځه وړلو کی وعدی کړی وی، لکه د ډیورنډ د کرښی رسمی کول، د دوی سیکولر حکومت ملایانو او بنیادګرایانو څخه خلاصول، د غربی دیموکراسی څښتن کول، د دوی د اقتصاد رغول، د پاکستان ديپلوماتیکی اړیکی د دنیا سره ټینګول او ورته د امریکا د یو متحد نوم ورکول او څه نور او نور …. .

اوس هر بااحساسه او بادرکه افغان لپاره په کار ده چی د غربی نړی دغه بی باکه او غیر مسولانه خبرو په مقابل کی لکه سپر ودریږی او خپل کرکه، نفرت او غبرګون دوی ته ښکاره کړی دوی ته دا وښایی چی کله به هم زمونږ د ژوند په اړه دوی پریکړه نه شی کولای زمونږ پر ژوند ډیری لوبی وکړی خو نور دوی ته مهلت مه ورکوی تر څو مونږ د خپل سیاست قربانی کړی مونږ کله هم ددوی هغه خواخوږی نه غواړو چی په دی کی زمونږ کور ورانیږی، زمونږ کورنی له منځه ځی، زمونږ مادی او معنوی ارزښتونو ته زیان رسیږی، مونږ له سیالانو وروسته پاتی کوی او په ځلونو ځلونو د مرحم پر ځای زمونږ په پرهرونو مالګه دوړوی، مونږ په همدی کنډر او کوډله کی خوښ یو خو چی په عزت یو، هغه قصرونه مو په کار نه دی چی عزت مو په کی نه وی، مونږ افغانان یو او افغانان هغه توریالی دی چی ددوی سرښنده او فداکاری د تاریخ په زرینو کرښو لیکل شوی دی.