ښاغلی اټک یوسفزی د ((کوهک غر)) نومي اثر په اړه داسي لیکي :
“ښاغلی ډګروال امانزی په نظامي چارو کي د ښې پوهي او تخصص څښتن دئ، په ادبي ليکنو کي ئې ښايي ځيني فني نيمګړتياوي موجودي وي، ځکه چي د ګران هېواد ناورين اړ ايستی چي خپل د زړه د درد پيغام د خپل وطن د خواخوږو تر غوږونو ورورسوي. خو د مشاهدې، تجربې او ژور فکر له پلوه د ښاغلي امانزي په اشعارو کي ډېر څه شته چي هرګوره راتلونکی کهول او نسل ترې له شک پرته ډېر څه زده کولای شي.
د ښاغلي امانزي د ليکنو يو خوږلن دا هم دئ چي د ليکنو په اډانه کي ئې له خپل پلارني کلي يعني له کوهکه رانيولې ان د ارغنداب او د ټول لوی او سرشاره کندهار په سطحه ئې د خپلي خوږې ژبې، بېلابېل ګړدودونه، اصطلاحات او سيمه ايز ويکي او لغات سره راوبدلي دي، چي البته د يوې ژبي د لغاتو د ساتني په برخه کي يو لوی خدمت ګڼل کېدای شي.“ د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ !
د کتاب پېژندنه
دکتاب نوم : د کوهک غر
شاعر : حاجي محمد اسحق امانزی
کمپوز او ډيزاین: روهیال کمپيوټر اداره
کچه: ۱۳/۵۰ × ۲۱ سانتي متره
لومړی چاپ: ۱۳٩٠ ش
چاپ شمېر: زره ټوکه
د مخونو شمېر: ٢١٦
د پښتۍ طرحه او انلاين چاري : مختار احمد احسان – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون
د کتاب د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ size = 1.49 MB
يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !
آغلې زرغونه عطا ژواک د ((په نغمو کي ویر)) نومي اثر په اړه داسي لیکي :
“د دردونو خوږمن شاعر د شهید ماشوم له حاله د خپل احساس زهیري نارې داسي غواړي د نړیوالو وغوږو ته ورسوي، همدا ډول امانزی صاحب د هیواد په ټولو ناخوالو کي ځان خوږمن احساسوي او غواړی د شعر په ژبه د ټولو کړاوونو څخه پرده پورته کي او بیا ځي د کوچیانو د کږدۍ پلو ته او د هغوی د حاله غواړي ځان او نور د شعر په ژبه خبر کړي:
په دښــــتو کي مو خېمې دي زه کوچی یم
پر بېدیا مي ورځي شپې دي زه کوچی یم
لوی څښتنه فضل غواړم
مــــــینه نشـــــته زه تل ژاړم
د امانزي صاحب شعرونه ځکه خوند لري چي د ټولني درد او غم پکښي نغښتی دئ او غواړي چي ورته هغه لاري ولټوي چي د زخمونو له پاره ملهم وي.“ د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ !
د کتاب پېژندنه
د کتاب نوم : په نغمو کي وير
شاعر : محمداسحق امانزی
د چاپ کال : ۲۰۱۲ ع = ۱۳۹۱ش
چاپ شمېر : ۵۰۰ ټوکه
کچه : ۵۰/ ۱۳ × ۲۱ سانتي متره
مخونه : ۳۰۰
انلاين چاري : مختار احمد احسان – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون
د کتاب د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ size = 1.8 MB
يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !