هو! هغه مهال به د رنګينو ګلونو هرې يوې تاندې غوټۍ د خپلو بوڅو بوڅو غوزو زړه وړونكيو پاڼو ته داسې رنګ وركاوه چې د آسمانونو د لوى څښتن په نعمتونو كې به ډوبې او د ښكلا د سيالۍ په ډګر كې به يې د خيال په نازكو ګامونو قدم واهه.
ګلونو به خپلو پاڼو ته د افق د لوړې كرښې له سهار څخه د شبنم داسې څاڅكې خوښ كړي وو چې په کوچنیو ډنډونو کې به یې د ښايستونو لسهاوو ښاپيريو لامبو وهله او د ګلونو په رنګ سره لاسونه به يې د خپلې مینې د جانان خوا ته خوځول.
ځوانيمرګو ښاپيريو به د خپلو نازكو كمڅو په ځونډيو كې د خوږو عطرو داسې زړه وړونکو وږمو ته ځاى وركړى وو چې د سهار شیرین نسيم به په منډه منډه ترې غلا او د هغه مین داحساس مخې ته به يې ګردې تاوولې چې د ګلونو مينه به يې د زړه له مراندو څخه تيره بيره شوې وه.
د لمر زرينې وړانګې به چې كله د ګلونو د خيالي نړۍ په خوا كې پنډې شوې نو د طلايي رنګ په بدل كې به يې په بيړه بيړه هغه ټول ډنډونه غوړپ كړل چې د سهار د افق شبنم به د خپلې ځانګړې لورينې له مخې د ګلپاڼو د رنګينو څیرو پر مخ جوړ كړي وو.
لدې سره سم به د هر څه رنګ بدلون و موند كه به څو شيبې وړاندې د رنګينیو نړۍ يوازې د ګل، سهار، افق، شبنم، نسيم او عطرو په وجود باندې خیالي وربل کوږ نیولی وو نو اوس پرې د لمر طلایي رنګ هم ور زیات او د ښایست په بیله جامه کې د ناز نخرې پیل کړې.
د ښايستونو زانګو به د خوږو وږمو په بدرګه په هر لوري داسې عجيب او غريب ټالونه وهل چې نو راشه كه يې ګورې.
هو ما ته به د خپل كلي اختر د ښایستونو په داسې مالامال نړۍ کې میلمه کیده، چې ټوله شپه به مې د سهار انتظار ويست او د دې مباركې شپې په زياتو شيبو كې به ويښ وم.
كله كله به مې د خپلې خوب د خونې د دوربچو خوا ته كتل او داسې فكر به مې كاوه: نه، داسې بايد پيښه نه شي، چې سبا شوى وي، نورو ماشومانو له تا مخكې خپل لاسونه له نكريزو څخه وينځلي وي.
ما به سهار وختي خپل واړه لاسونه له نكريزو څخه پرې وينځل او مشرانو به راته ويل چې لمونځ قضا نه كړى ځكه چې د اختر په ورځ لمونځ ډير ثواب لري.
زه به د خپلو مشرانو سره يو ځاى په داسې حال د خپل كلي جومات ته تللم چې د چاى، نينو، پتاسو، بوسراغو، غونډاريو، او ډول ډول ميوو څخه ډك پتنوسونه به يې په لاس كې نیولي وو.
د كلي د جومات د ملا صاحب نالبكى به ځانګړي شخص له ځان سره د جومات په لوري لیږداوه او جومات ته له رسيدو سره سم به يې په هغه چادر ور تش كړ چې د بختور ملا صاحب د ميوو درمند به پرې جوړ وو.
هر چا به هڅه کوله چې په جومات كې د ملا صاحب سره نږدې ځاى ونيسي ځكه چې هغه لوري ته به نو تقريبا د ټول كلي په كورونو كې تیار شوي خواږه ور روان وو.
مشرانو ته به په لومړي كتار كې ځاى ور كول كيده او تر هغه به د چاى خوړل نه پیل کیدل څو چې د كلي ټول نارينه اوسيدونكي جومات ته نه وو را غونډ شوي او مرورو کسان به هرو مرو به پخلا کیدل.
ملا صاحب به مختصر قرائت او دعا وکړه او د چاى خوړل به پيل شول. له هغه وروسته به د اختر مباركي په داسې ډول تر سره شوه چې د كلي ټولو اوسيدونكيو به يو او بل د مینې په غيږ كې ټینګ و نيول او د اختر مبارکي به یې یوه او بل ته ویله.
عجيبه خو داده د خوښۍ په دې ستر محفل کې به له ډيرو سترګو د خوښۍ اوښكې جاري شوې او خلكو به د نوو كمسيونو په لمنو او د لونګيو په شملو له سترګو څخه راوتلې اوښکې پاکولې.
ماشومان به له جومات څخه ووتل او رنګارنګ نه ګله دستمالونه يې په غاړو كې بند او د كلي له كورونو څخه به يې د نينو او پتاسو په را ټولولو پيل وكړ.
د كلې په كورونو كې به يې هغه میرمنې ته د ترور خطاب كاوه چې د نينو د ويشلو دنده به يې په غاړه درلوده او داسې به يې ورته ويل: (ترورې اختر دې مبارك شه یا ترورې عيد دې مبارك شه) ترور به نو د يوې لپې نينو او ځينو ځانګړو ماشومانو ته له يوې پخې هګۍ، چارمغز یا یوې مڼې او ښکلولو سره يو ځاى په ورين تندي وويل: (ستا دې مبارك شي دا خوله یې جار شم) له دې سره سم به یې یوه پخه مچو د ماشوم له ښکلي او نازک مخ څخه پورته کړه او د نینو لپه به یې د ماشوم په دسمال کې ور تشه کړه.
زه به تاسو ته د هغې ورځې كومه ښكلا بيان كړم د چارمغزو لوبه، تیږه اچول، د سترې ونې زانګو، د غیږو نیول، توپ ډنډه او نورې رنګارنګ کلیوالې لوبې؟
که سپینه خبره وکړم نو بیا هیڅکله په دې بريالى شوى نه يم چې د خپل کلي غوندې د اختر د ښکلاوو تر ښایستوکې نړۍ غیږ را تاو او د خپل زړه تږې، ماشومه او ارماني مینه پرې ماته کړم.