کور / هراړخیز / اختره

اختره

ما ته تر ځا ن ګرانه!زما تر جونګړي په را تګ دي در ته سلا م ، سلام درېږم.

خو اه ، او بيا هم آه چه له موږ خوارانو نه ،خوار څه هم پدې مسلطو حا لا تو کي د غو ښو په بار غوښورو ، په زور اخيسي داسي څه يي نه پلاس او نه ستر خا ن کي را پرايښي ، چه تا ته يي ستا د را تګ په هر کي کي د نوو کا ليو په رنګ او يا د خورا کونو په خوراک کي تر تا په جا ريدلو جار کړو.
د خو ښيوپه خرا با ت اسما ن ، اسما ن اختره!
اوس ولاړ سه!دلته دخوښيو طا لبا نو لدې حجرو نه د پخوا په پخواکي لا دکډي په کډه کا لي اخيسي.
دلته بلا ده لنګه
دلته انسا ن له انسا نه په ډار دۍ
دلته انسان له انسا نه ژاړي
دلته موږ د ګر ځو نو په څېر بي سکو نه او بي ريښې خو ا ره واره په ګر ځيدو ګر ځو
دلته ميندي اوس بچي د وحشت له ويري په پټه زيږوي او د سهار د را تلو په اميد يي د خپلي غيږي په ځا نګو کي په الا هو ځنګوي نه يي مکتب نه يي جو ما ت ته ليږي
هو ، دلته د جګړو جګړمار له سده وتلي نه د خداى نه درسول خبره اوري
څوک يي مکتب څوک يي جما ت کي، پر لما نځه ولاړهم، په ځا نمرګو مړه کړل
هو ، دلته د زړو نو در وازي په قلفو نو قلف دي

هو، اختره !لدي کلي دي پښې سپکي لره او د يوه ريا کار او مکار زاهد په څير پټو پر سر او په تراټ تيرېږه

هو ، اختره ! نن د اختر په نوم خوښيو ځا ن ته بل رنګ اخيستۍ او د رنګونو دا رنګ د جګو قصرونو دننه د سړيو په نوم هغو سړيو کي په کتو وګوره چه د قهقه په خند ا ګا نو يي اوم اسمان هم په لړزيدو لړزيږي

هو ، هغه چه نه له ځا نه او نه له خدا يه خبر دي

هو ، هغه په نوم سړي چه د ډبر ينو زړونو ولاړ ديوا لو نه يي د خوارانو په خوا ريدلو او چيغوبا ندي کلا ، کلا دريږي

هو اختره ! هلته سر ور ښکاره کړه ، هلته ورسه چه د مېلو مېلې يي نوري هم مېله ، مېله وګرځي

هواختره! و هغه ځاى ته په تللو ولاړ سه اختره! دلته د ابرا هيمي او اسما عيلي جذبي د قر با نۍ قر با ن ، قر بان مد رسه د پرون په ما ښام او د نن په سهار کي په نړيدو ونړيده خداى خبر چه بيا به د سوونو کلو نو په کوم کال کي په جوړيدو جوړه سي ؟

هو ،اختره ! دې کلي ته اوس په را تګ مه راځه ،خو هغه وخت به دي بيا د را تګ راتلو ته د انتظار سترګي پر لار وکرم چه :چه پدي کلي کي ولاړ ملا هغه چه ،دحق په ويلو يي ژبه قلم ما ته خو د خيرات او زکا ت په اخيستو يي او فتوا يي هم خوله ، هم لاس او هم ځان ستړۍ ، ستړۍ ښکاريږي

هو ،هغه وخت راسه، چه داسي ملا مو لدي کلي د کډي په کډه ولاړسي او پر ځاى يي د اما ما نو هغه امام راسي چه تور ته په تور ، سپين ته په سپين ووائي او هم د خيرا ت او زکا ت د اخيستو فتوا ګا ني يوا زي او يوازي د احتياج په احتيا ج محتا جو ته ور کړي

هو ، هغه وخت نو بيا زموږ پرکلي راسه او پخپل را تګ زموږ پر کلې د بها رو نو بهار راوړه څو د بر کتونو په بر کت يي زموږ د سرونو هرسر يو پر بل مېن سي او د مينو زړونو پرسپيرو دښتو ستا په هر کلي هم غړې او هم پسونه خيرات کړي

هو اختره !هغه وخت پر موږ هره يوه با ندي د لمر د وړانګو په څېر را پرېوزه اويا خومو د تو پا ني سمندر په څېرد بدن په کا ئنا تو کي پلن سه

هغه وخت به ته بيا ووينې چه د اخترې په نوم د خيرات غوښي به هم پخې او هم اومې دهندواو مسلمان کورته لکه يو کور داسي وړل کيږي
ته به وګورې چه پښو لڅو ته به کپۍ پيداسي
ته به وګورې چه په نسوږو ته به ډوډۍ پيداسي
ته به وګورې تور سرو ته به ټيکري اوببر سرو ته به پټکي پيداسي
ته به ووينې چه د خالي جيبونو هر جيب به د سر سائي په نوم د صد قاتو له صدقي نه له لوټونو ډک سي

ته به وګوري چه دهر مومن(کوچني) مومنه لمن او وړوکۍ جيب به يي هم له هګيو هم له کشمشو او هم نخودو ډک سي
هو، اختره زما سره ته هم لاس پدوعا کړه چه د حالتونو دا حالت مي پخواسي
هو اختره ! دا ګړۍ ډير شرمنده يم اختره!دا پدي چه :
افسوس ، افسوس چه له موږ نه لاس نا ولۍ درومې

هوتکي کند هار ١٣٨٩ ، ٨ ، ٢٤