کور / تازه خبرونه / عبدالعزيز: مسلمانان دې نوې ټيکنالوژي زده کړي

عبدالعزيز: مسلمانان دې نوې ټيکنالوژي زده کړي

مکه مکرمه: په مکه مکرمه کې ستر عبادت د بيت الله حج روان دى د نمره په مسجد کې د مکې امام ستر مفتي شيخ عبدالعزيز خپله وينا پيل کړي ده څرګنده يې کړه د اسلام پيغام له ټولو غوره دي د الله پر وحدانيت باور د خلاصون يواځينۍ لار ده، د نبي (ص) درنښت د مسلمانانو د ايمان لازمه برخه ده شيخ عبدالعزيز وويل که مسلمانان پرمختګ غواړي نو نوې ټيکنالوژۍ زده کول ورته اړين دي مسلمان دې د يوبل مرسته وکړي تولنيزې او اقتصادي ستونزي يو له بل سره په مرسته حل کېداي شي د سياسي ستتونزو د حل لپاره مسلمانان بايد يو موټى شي مسلمانان دې له الله څخه وويرېږي الله تعالي د پخوانيو قومونو ته هم له الله څخه د ويريدلو حکم کړى وو الله تعالى حضرت محمد (ص) د ټول انسانيت لپاره د زيري ورکونکي په توګه رالېږلى وو رسول الله(ص) خلک د ګمراهۍ له تيارو څخه راوويستل او د اسلام د توحيد پيعام يې ورکړو او د توحيد پيعام د الله څخه پرته بل چاته عبادت نه کول دي پر هر مسلمان واجب دي چې خپل ژوند د اسلام په رڼا کې تير کړي څوک چې له الله څخه پرته پل چاته غږ کوي هغه ګمرا دى