کور / هراړخیز / د مايکروسافټ سیستم په Outlook.com کي

د مايکروسافټ سیستم په Outlook.com کي

که څه هم په نړی کی معلوماتی ټکنالوجی په ډ یره چټکتیا سره په مخ ځي ولی د بریښنالیکو دلیږد رالیږ سیستم په ثابت ډول پاتی ده ، په کال ۲۰۰۴ کی د ګوګل کمپنی د جیمل د بریښنالیک خدمات معرفی کړل چی د ډ یرو ښیګڼو درلودونکی وو ، ولی دYahoo او د AOL د برښنالکیونو دخدماتو سیستم په پخوانی ډول پا تی ده ، داده اوس مهال د مایکرسا فټ کمپنی د بريښنالیکونو دلیږلو اورانیولو لپاره Hotmail پرځای د Outlook.com انټرنیټی پا ڼه پرانیسته ،د Hotmail د بریښنالیکونو کارونکی کولای شی په راتلونکی کی د بریښنالیک لپاره د @hotmail.com پر ځای @outlook.com نه ګټه واخلی ، د غه پا ڼه د مختلفو ځانګړتیاو درلودونکی ده ، او په ډیر ښکلی ډول ډ یزاین شوی ده ، له دی پاڼه د فیس بوک ، سکا یپ، یا هو، ټیوټر کارونکی هم کولای شی له خپلو دوستانو اوملګرو سره چټ ، وکړی ، اومعلومات شریک کړی ، په راتلونکی کی ددی اړتیا نشته چی ستاسو په خپل کمپيوټر کی سکایپ ، یاهو مسنجر ، انسټال کړی ، د Outlook.com پا ڼی له لاری کولای شی هغه کسان چی ستاسوبریښنالیک ته نه غوښتونکی بریښنالیکونه (Spam e-mail) رااستوی بند کړی ، د مایکروسافټ دبريښنالیکونو دغه نوی پاڼه د فلټرکولو یوه پرمختللی څانګه لری ، د دی پاڼه په وسیله کولای شی هر ډول بریښنالیکونه فلټرکړی .

زه له ستاسو نه غوښتنه کوم چی همدااوس مهال www.outlook.com پا ڼي ته لاړشی ، اود مایکروسافټ د نوی برښنالیکی خدماتونه ګټه واخلی.