کور / شعر / غزل

غزل

پر دغه ښار چې تېرېږي څوک حال وایي څوک یې نه وایي

ښکلی د هر چا خوښېږي څوک حال وایي څوک یې نه وایي

شېرینو چــې چیغه کــړه د مــومن خان په سترګو تیاره شوه

د شپې هر سړی ډارېږي څوک حال وایي څوک یې نه وایي

د مـیـنې سمندر کـې چـې سـم ورګـډ شي ، بېلتون پې راشي

لـه تندې بیا چـیـغـېږي څوک حال وایي څوک یې نه وایي

یـو د اشنـا یــاد دوهــم د وطـن باد درېـیـم غـمـاز بـدزاد

مساپر ته ټول یادېږي څوک حال وایي څوک یې نه وایي

د سـتنـې لـه سـورې نـه تېریدل خـو د هـر چـا کار نه دی

عاشقي داسې سختېږي څوک حال وایي څوک یې نه وایي

شـاعري ګـوره څـومـره ګران کار دی د زړه وینې وچوي

د غریب خونه ړنګېږي څوک حال وایي څوک یې نه وایي

احـمـدزی پښتون وو،چـې پښتنـې تـه یـې د زړه حـال وویل

بل ته یې سر نه ټیټېږي څوک حال وایي څوک یې نه وایي