کابل:د بي بي سي د خبر له مخې کابل کې د بهرنيو چارو وزارت په يوۀ ليکلي پيغام کې د ډيورنډ کرښه افغانانو ته د تاريخي ارزښت وړ بللې ده.په انگريزي ژبه خپره شوې دغه خبرپاڼه زياتوي چې ” افغان حکومت په همدې دليل د هر چا له خوا د دغېکرښې د مشروعيت په باب څرگندونې ردوي او بې ځايه يې بولي.”د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دا نه دې ويلي چې د ډیورنډ کرښې په باب څرگندونې چا او څه وخت کړي دي.د يکشنبې په ورځ (د اکتوبر ٢١) د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن په کابل کې له يوۀ خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې د ډيورنډ پر کرښې خبرې کړې وې.ښاغلي گروسمن ويلي و چې واشنگټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي نړيواله پوله بولي.په کابل کې د افغانستان يوۀ چارواکي د نوم له ښوولو پرته د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې تر دې وړاندې کوم امريکايي چارواکي په دومره وضاحت پر دغې کرښې خبرې نه وې کړې.د افغان چارواکي په وينا کابل غوره بللې چې د امريکايي استازي څرگندونو ته په پام سره دغه خبرپاڼه خپره کړي.د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت چارواکي سملاسي د خپلې خبرپاڼې لا سپيناوي ته ونه موندل شول.ډیورنډ کرښه په ١٨٩٢ کال کې د ډيورنډ کرښه د يوه برتانوي چارواکي له خوا راکښل شوه چې د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ يې پوله وبلله.خو افغان چارواکو هيڅکله د نړيوالې پولې په توگه ونه منله.په ١٩٤٧ کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.د ډيورنډ کرښه د ډيرو په گومان د کابل او اسلام اباد د ډېرو لانجو اصلي دليل دى.