کندهار افغانستان- تېره ورځ او برايي شپه د کندهار په ميوند ولسوالي کي د دوو جلا جلا پيښو پرمهال څلور تنه وسلوال مخالفين وژل سوي او دوه تنه نور زخميان سوي دي.
ددې څلورو تنو له ډلي دوه يې تېره ورځ غرمه مهال د يادي سوي ولسوالۍ په ملنګ کارېز کي هغه مهال ووژل سول، څه وخت چي يې د اکمالاتي موټرونو پر يوه کاروان باندي وسلواله حمله وکړه.
دغه حمله چي د لنډي مودې لپاره يې ادامه پيداکړه، په ترڅ کي يې وسلوال مخالفينو له بيلا بيلو اړخونو محاصره سول، چي بلاخره يې دوه تنه ووژل سول او دوه تنه نور زخميان سول.
له دغو کسانو دوه ميله راکټونه، يو ميل پيکا او ميل کلاشنکوف هم له مرميو او ٥ کړيو لاسي بمونو سره يو ځاى تر لاسه سوي دي.
ددې پيښي وروسته تېره شپه د ميوند ولسوالۍ مرکز څخه جنوبي خواته د محلي پوليسو او وسلوالو مخالفينو په جګړه کي هم دوه تنه دولت ضد وسلوال وژل سوي دي.
د تيري ورځي او شپې په دواړو پيښو کي افغان ملي امنيتي ځواکونو او په سيمه کي ځايي وګړو ته کوم ډول ځاني او مالي زيانونه نه دي اوښتي