پېښور:د خیبر پښتونخوا حکومت د پیښور ښار او کلیوالو سیمو د امنیت له پاره د پیښور پولیس او ملیشیا ځواکونه ګڼ سرتېري ځای پر ځای کړي دي چې له قبایلي او نیم قبایلي سیمو د وسله والو هغه لارې بندې کړي چې په پېښور او نورو سیمو کې بریدونه کوي.د پېښور پولیس یو لوړپوړي چارواکي وویل چې د امنیتي ځواکونو د ګمارلو موخه د وسله والو طالبانو پر ضد د ممکنه عملیاتو تیارۍ دی او هغې لارې ګودرې بندول دي چې وسله وال ترې راتېریږي.له رسنيوسره د نوم نه ښودلو په شرط دغه لوړ پوړي پولیس افسر وویل، چې له پېښور او نوښار ضلعو سره د متنو او ایف آر پېښور سره جوختو پولو باندې د ګڼو سرتېرو د ګمارلو موخه دا ده چې د وسله والو پر وړاندې تر ممکنه عملیاتو مخکې دغه لارې د هغوی پر مخ وتړي.د خیبر پښتونخوا مشر(سینیېر) وزیر بشر احمد بلور وايي، چې د پېښور کلیوالو سیمو کې د عملیاتو په باب هغه خبر نه دی خو صوبايي حکومت د صوبې نورو ښارونو کې د لوی اختر پر مهال د امنیت لپاره سخت ګامونه پورته کوي: زه کره مالومات نه لرم خو په کار ده چې عملیات وشي، ولې چې زموږ پر ښار ډېر زیات دباو دی، او زموږ امنیتي سرتېري خو په قبایلي سیمو کې عملیات نه شي کولای. چیرته چیرته چې طالبان زیاتېږي، هلته به خامخا ګام اخلو، اپرېشن به هم کېږي، خپل پوره کوښښ به کوو دا زموږ له خلکو سره چې دا کوم زیاتی کېږي د هاغې مخه ونیسو.))