کور / تازه خبرونه / د ايساف هوايي بريد دوه تنه ماين ښخوونکي ووژل

د ايساف هوايي بريد دوه تنه ماين ښخوونکي ووژل

کندهار افغانستان- د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي د ايساف قواوو په هوايي حمله کي دوه تنه مخالفين چي په ماين ښخولو بوخت ول وژل سوي دي.
دغه دوه تنه تېره شپه د يادي سوي ولسوالۍ په تلوکان سيمه کي هغه مهال ووژل سول چي غوښتل يې د سيمي د يوه خامه سړک په منځ کي ماينونه ښخ کړي.
ددې کسانو مړي په سيمه کي د افغان محلي پوليسو پوستې ته په لاس ورغلي او ورسره ماينونه، يوه مخابره او يو ميل کلاشنکوف هم تر لاسه سوي دي.
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.