د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د آيساف د هوايي بريد په پايله کي يو ماين ښخوونکى وژل سوى.
په دې اړه د هلمند ولايت مقام څخه لراوبر ته رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي ياد کس د تېري شپې په جريان کي د بولان په سيمه کي د هوايي بريد په پايله کي وژل سوى.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
تېره اوونۍ هم د دې ولايت څخه د ماين ښخوونکو د وژلو خبر ورکړل سو چي ترڅنګ ئې کوچنيان هم وژل سوي ول چي وروسته د سختو غبرګونونو سره مخامخ سول.