د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي وسله والو طالبانو يو قومي مشر تېره شپه ماښام مهال وژلي .
چارواکي وايي چي نوموړى قومي مشر حاجي عبدالصمد نومېږي او د سولي د درالانشاء د رئېس پلار وو .
په دې اړه لراوبر ته د هلمند ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د ياد قومي مشر وژل غندل سوي او دا ئې د وطن د دښمنانو کار بللى.
د دې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى