کور / تازه خبرونه / د سولي د ټنګښت له پاره د طالبانو ډېري غوښتني منل سوي

د سولي د ټنګښت له پاره د طالبانو ډېري غوښتني منل سوي

محور ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په لومړي مخ کې په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه په روانو هڅو یو مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې د یوې سرچینې له قوله چې نوم یې نه دی ‌ذکر شوی؛ راغلي، سعودي عربستان به په راتلونکي کې د وسله والو طالبان، افغان دولت او د امریکا ترمنځ د مذاکراتو مرکز وي.

محور لیکلي، ټاکل شوې، چې سعودي عربستان ته د مذاکراتو لپاره د طالبانو مرکچیانو د افغانستان په پاسپورټ سفر وکړي او په دې سره به ځینو هغو طالب مشرانو ته هم د سفر لاره هواره شي؛ چې په افغانستان کې اوسیږي او د پاکستان اثر پرې نشته.

ویسا ورځپاڼې هم په همدې اړه یو مطلب خپور کړی؛ چې په هغې کې د سولې د عالي شورا د دارالانشا د رییس معصوم ستانکزي څرګندونې راخیستل شوي دي.

په مطلب کې د ښاغلي ستانکزي په حواله راغلي؛ د سولې د ټینګښت لپاره د وسله والو مخالفینو ډیرې غوښتنې منل شوي دي.

د ستانکزي په وینا د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره مهالویش، له تور لست څخه د ځینو طالب مشرانو د نومونو لرې کیدل او د مذاکراتو لپاره د ادرس ټاکل هغه غوښتنې دي؛ چې قبولې شوي دي.

ویسا په یوه بل مطلب کې لیکلي په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد هم د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو له احتمالي کاندیدانو څخه دی.

هیواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغان دولت په دریځ لیکلې؛ چې وايي، باید امریکايي عسکر په نوي امنیتي تړون کې قضايي مصوونیت ونه لري .

په مطلب کې هغه اندیښنې بې ځایه بلل شوي، چې د افغان دولت د همدې شرط له امله به نړیواله ټولنه افغانستان ته شا کړي. هیواد لیکلي افغانستان نړیوالې ټولنې ته لومړیتوب لري؛ ځکه امنیت او ثبات یې د نړۍ په امنیت اغیز لري.

هیواد په یوه بل مطلب کې لیکلي، په کابل کې د یوه دوه سوه بستریز روغتون د جوړولو کار پیل شو.

خدمتګار ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په ستونزې تبصره کړې.

په مطلب کې راغلي طالبان په هیڅ وجه په خپلو فعالیتونو کې په ملکي تلفاتو سترګې نشي پټولای او ددې تلفاتو د غټې برخې مسئولیت پرغاړه لري.

په مطلب کې د ملګرو ملتونو د راپور ځینې برخې هم راخیستل شوي؛ چې په کې راغلي، د وسله والو مخالفینو د سړک د غاړې د ماینونو له امله په ملکي تلفاتو کې دیرش فیصده زیاتوالی راغلی دی.

خدمتګار لیکلي، داسې ورځ به نه وي چې په نسبتاً ناامنه ولایتونو کې د سړک د غاړې په ماین د ملکي خلکو موټر ور برابر نشي او تلفات پيښ نه کړي.