کور / تازه خبرونه / په پېښور ۱۷کسان ژوبل شوي

په پېښور ۱۷کسان ژوبل شوي

پېښور :د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې ۱۷کسان ژوبل شوي دي.بېګا په سکیم چوک کې د سي ډي ګانو دوکانونو په مارکیټ کې چاودنې یو شمېر دوکانونو ته تاوان رسولی دی. په دې چاودنه کې د سي ډي د یوه دوکان مالک ژوبل شوی دی.هلته د ښار په هشنغرۍ کې د یوه بس اوښتو په پېښه کې ۱۶کسان ژوبل شوي دي. په بس کې د واده په جنج روان خلک ناست ولد یوه بل خبر تر مخې، په بډه بېره کې د سړک غاړې ښخو شویو بمونو دوه چاودنې شوې دي خو زیان یې نه دی اړولی.