خدمتګار ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتلو په سیمه کې د ترهګرۍ د زیاتیدو ویره رامنځ ته کړې ده.
په سرمقالې کې راغلي د ډله ییز امنیتي تړون هیوادونه د هغو ستونزو د هواري لپاره په اقداماتو فکر کوي؛ چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته دغه هیواد او د سیمې هیوادونه ورسره مخ کیدای شي.
خدمتګار د سیمې د هیوادونو ویره پر ځای بللې او لیکلي یې دي د ناټوځواکونو له وتلو وروسته په سیمه کې د افراطیت د مخنیوي ځواک له منځه ځي.
ورځپاڼې لیکلي، د سیمې هیوادونو ته په کار دي، چې وروسته له دې پر پاکستان فشار راوړي او په سیمه کې د ناامنیو د خپریدو مخه ونیسي.
ملي باور او ځینو نورو ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د حزب اسلامي وسله والې مخالفې ډلې د مشر د وروستۍ طرحې ځینې برخې راخیستي دي.
ورځپاڼې په غټ سرلیک کې ګلبدین حکمتیار له قوله راغلي، چې له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته د بحران د مخنیوي لپاره د یوې بین الافغاني حل لارې اړتیا ده.
ملي باور د راپور له مخې نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې ملي امنیتي ځواکونه دې پر ځای پاتې شي او د انتخاباتو له لارې دې یو ایتلافي حکومت جوړ شي.
انیس دولتي ورځپانې خپله سرمقاله تر دې سرلیک لاندې لیکلي: بهرني ځواکونه له ۲۰۱۴ کال نه وروسته هم افغانستان نه پریږدي.
ورځپانې لیکلي د ناټو د عمومي منشي وروستیو څرګندونو ته په کتو هغه ویرې او اندیښنې بې ځایه دي چې ګنې د افغانستان وضعیت به لا پسې خراب شي.
انیس په خپلې سرمقالې کې د اندرس فوګ راسموسن د وروستیو څرګندونو ځینې برخې هم راخیستي؛ چې ویلي یې دي، ناټو له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم افغانستان یوازې نه پریږدي.
د انیس ورځپاڼې د ننۍ ګڼې د لومړي مخ ډيره برخه هم د جمهور رئیس او د هغه د مرستیالانو د کتنو په اړه راپورونو ته ځانګړې شوې ده.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په پای کې د یوه شعار په توګه لیکلي، د شخصیت درناوی او د ټولنیز مسئولیت احساسول د رسنیو ته د کارکوونکو له دندو څخه دی.
چراغ ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه سرلیک کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر خبره راخیستې چې ویلی یې دي، د افغانستان د راتلونکې په اړه د ناسمو راپورونو خپرولو خلک اندیښن کړي دي.
ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر خبره راخیستې چې ویلي یې دي، که په افغانستان کې سوله نه وي اسیا به سوله ونه ویني.
د چراغ د یو بل مطلب سرلیک دی ناټو په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو غوښتنه وکړه