لیکواله : وینډي مک ایل روی
منبع : فیوچر آف فریډم فاؤنډیشن ( امریکا )
نېټه : ۲۰۱۲/۱۰/۱۸
ژباړه او لنډیز د نثار احمد صمد
ځینی خبرونه د چا زړه ماتوی . وسلوالو طالبانو د اکتوبر پر نهمه په پاکستان کی ۱۴ کلنه ملاله یوسفزۍ په سر کی دوې مرمۍ وویشتله . هغه اوس د انګلستان د برمنګهم په یو روغتون کی تر علاج لاندی ده چی د ځانګړی تداوۍ او د هغې د ساتنی په غرض هلته وړل سوې ده . ډاکټران وایی چی هغه اوس مخ پر رغېدو ده .
پر هغې ځکه د وژلو په هدف حمله وسوه چی د شمال لویدیځ پاکستان د سوات په دره کی ، چی د طالبانو ځاله ده ، د نجونو د تعلیم پر ډېرښت پرله پسې ټینګار کوی . خو طالبانو په سوات کی ، چی څو ځله قدرت پکښی لا پر لاس سوی دی ، د نجونو تعلیم منع کړی دی .
پر ملاله یوسفزۍ باندی دا حمله د اړونده حملې د شدت او غضب له امله نه بلکی ځکه ډیره مهمه ګڼل کیږی چی هغه په ټکان ورکونکې توګه د طالبانو لخوا وسوه ، نو ځکه باید هغوی سخت وترټل سی .
بس په یوه شپه کی ملاله د اسلامی بنسټ پالو پر ضد د ښځینه جنګ او د نجونو د تعلیم په برخه کی یوه نړیواله نښه وګرځېده . د نړۍ په ګوټ ګوټ کی مظاهره چیان شعارونه ورسره ګرځوی چی پر لیکلی وی : موږ ټولی ملالیانی یو !
زه د دې غبرګونونو نتیجه برعکس یا « مثبته » نه ګڼم ، ځکه د یو ماشوم ویشتل هیڅکله مثبت والی نلری . خو دا عکس العملونه اوس هم ډیر ناوخته راښکاره سول . ځکه : که په پاکستان او هره خوا کی خلک پر کوچنیانو د زیاتو کلونو راهیسی وحشیانه حملې نسي زغملای ، نو بیا د ملالی ویشتل باید هیڅ رامنځته سوی هم نه وای .
وګورﺉ لویدیځ تر اوسه هم د هغو ماشومانو ټپي کول او وژل همداسی تر سر تیروی چی امریکا دا کار د ترور پر ضد د جنګ په نوم کوی .
په همدې تیر سپټمبر کی د سټینډ فورټ د حقوقو پوهنځی او د نیویارک پوهنتون د حقوقو پوهنځی یوه ګډه څیړنه خپره کړه چی عنوان یې و « ژوند تر بې پیلوټه طیارو لاندی : په پاکستان کی د امریکایی بې پیلوټه طیارو په واسطه د ملکی انسانانو وژل ، زخمي کول او روحی ضربه ورکول » . امریکایی بې پیلوټه طیارو د پاکستاني ملت د اعتراض سره سره د ۲۰۰۴ راهیسی په شمال لویدیځ پاکستان کی په سلګونو حملې کړی دي . داسی جار راته وهل کیږی چی بې پیلوټه طیارې صرف د تروریسټانو د ځپلو لپاره استعمالیږی او ګواکی دا چی ملکی تلفات یې خورا لږ دي .
خو دغه ګډه څیړنه اعلانوی چی « دغه روایت درواغ دی . » دا تحقیق د یوې خورا دقیقی او عمیقی نهه میاشتنۍ پلټنی او ګرویږنی څخه وروسته خپور سو چی په هغه کی د ۱۳۰ قربانیانو او په پاکستان کی د بشری مرستندویه کارمندانو او طبی پرسونلو سره مرکې هم شاملی دي . دا څیړنه په لندن کی د استوګن آزادو خبریالانو د جوړښتون د اړونده موندنو سره هم اخښل کیږی چی « د ګرویږونکو خبریالانو څانګه » نومیږی .
د « آزادو خبریالانو د څانګې » د یو بهترین اټکل له مخی بې پیلوټه طیارو په پاکستان کی د ۲۰۰۴ د جون څخه د ۲۰۱۲ د سپټمبر تر نیمایی پوری ۲۵۹۳ الی ۳۳۶۵ انسانان وژلی دي ، چی د ۱۷۶ کوچنیانو په شمول ۴۷۴ الی ۸۸۴ یې ملکی کسان دي . نور ۱۲۴۹ الی ۱۳۸۹ یې هم ټپیان کړی دي . د نورو تلفاتو خبری هم کیږی خو هغه تایید سوي نه دي .
څیړنه نوره هم مخته ځی او په شواهدو سره راښیی چی که بې پیلوټه طیارې حملې هم ونکړی بیا هم انسانان تر ضربې لاندی راولی . یعنی دا چی بې پیلوټه طیارې د شمال لویدیځ پاکستان له پاسه څلیرویشت ساعته بنګهاری لری ، بېله کومی خبرتیا څخه پر کورونو ، موټرونو او عامه ځایونو حملې کوی . د هغوی دغه شتون نارینه ، ښځی او ماشومان په وحشت کی اچوی ، ملکی انسانان سخت پریشانه کوی ، او په روحی تکلیفونو یې مبتلا کوی .
خلک له بیری او وهمه نه سره یو ځای کیږی آن د جنازې او دینی مراسمو لپاره هم نه راغونډیږی . څنګه چی امریکا څو واره پر عین هدف حملې کوی ، نو نجات ورکونکي کسان او طبی پرسونل د زخمیانو مرستی ته د ورتګ جرأت نسي کولای . « ځینو والدینو دا غوره بللې چی خپل اولادونه له کوره پرې نږدی چی ووځی ، او زخمی یا بېرول سوو کوچنیانو خو مکتبونه هم پرې یښی دي . »
پیټربرګر ، یعنی د سي ان ان ټلویزیون هغه خبریال چی اکثرأ په پاکستان کی پر مځکه حاضر وی ، د بې پیلوټه طیارو د « اغیزمن توب » په هکله داسی راپور ورکړ : « بې پیلوټه طیارو په ۲۰۰۴ کی د خپلو حملو د پیل راهیسی د جنګیالیو ۴۹ مشران وژلی دي چی د هغوی مړینی د اقلأ دوو معتبرو خبري منابعو لخوا تایید سوی دي . که څه هم دا د جنګیالیو د لوړو قوماندانانو لپاره غټه ضربه ده ، خو بیا هم دغه ۴۹ وژنی د بې پیلوټه طیارو د ټولو تلفاتو صرف ۲٪ کیږی . »
داسی شواهد هم سته چی تر ډیره حده د ملکی سیمو پرله پسې بم وریو د تروریسټانو او بنسټ پالو ډلو ته نور کسان هم ور جذب کړی دي . ګرویږونکو خبریالانو جوبیکر او سکاټ شېن په نیویارک ټایمز کی راپور ورکړ چی بې پیلوټه طیارو د بنسټ پالو د نور جلب او جدب لپاره د ګوانتانامو ځای نیولی دی ؛ لکه څنګه چی فیصل شهزاد ، یعنی هغه څوک چی غوښته یې په ټایمز چوک کی موټري بم وچاودوی او ملکی انسانان ووژنی ، په ۲۰۱۰ کی په محکمه کی قاضی ته خپل دغه عمل داسی حق په جانب وښود : کله چی بې پیلوټه طیاره هم حمله کوی ، نو ماشومان نه وینی .
امریکایی لویی خپرونی نه غواړی چی ماشومان یا لږ تر لږه هغه قربانیان ذکر کړی چی امریکایی بې پیلوټه طیارو وژلی وی .
د امریکا په مني سوټا کی د سنټ کلاؤډ دولتی پوهنتون مرستیال پروفیسور فوزي سلیسلي داسی وویل : که ملاله یوسفزۍ د بې پیلوټه طیارې حملې وژلې وای ، نو تاسو به د هغې د روغتیایی پرمختګ آن یو خبر هم نه وای اورېدلی او نه به هم « د ملت لور » بلل سوې وای ؛ او نه به هم خپرونو د هغې په هکله کوم اعتراض یا ږغ پورته کړی وای . نه به جنرال کیانی د هغې لیدلو ته ورتی او نه به هم نړیوالو خپرونو پرله پسې اړونده راپورونه ورکولای . هردم خیاله غربی خپرونی او د هغوی لیبرالان د هغو پاکستاني او یمني نجونو لپاره آن یوه سلنه دغسی پاملرنه هم نه کوی چی هلته یې د دوی حکومت هره ورځ په بې پیلوټه طیارو سره وژنی . حتی انسانی اعتراض هم صرف هغه مهال ښیی چی د خپلو زهرجنو حکومتونو ګټی یې پکښی شاملی وی .
نو ولی هغو کوچنیانو ته لږ پاملرنه سوې ده چی امریکایی بې پیلوټه طیارو وژلی دي ؟ د بې پیلوټه طیارو د حملې ناولی توب د ملالې تر ویشتلو لږ نه دی ، او هر رښتیانی قرباني د ښه پاملرني حقدار دی . د دواړو ، یعنی طالبانو او امریکایی حکومت لاسونه د کوچنیانو په وینو لړلی دي چی هیڅکله هم نسي پرېولل کېدای .
نو پایله دا چی د ملالې لپاره دونه انتخابی خښم او غضب ، خو د نورو هغو ۱۷۶ پاکستاني ماشومانو لپاره چی امریکایی بې پیلوټه طیارو وژلی دي ، دونه چوپتیا صرف او صرف سیاسی دی . د امریکایانو ژوند مهم دی ، خو د پاکستاني ماشومانو ژوند هیڅ مهم نه دی….. سره د دې چی د هغوی ژوند او مرګ دواړه د هغه تروریزم او جنګ د روایت سره ښه مرسته کوی چی د سپینی ماڼۍ څخه را ټوکېدلی دی . نو دا چی سیاست وال ، پوځ او خپرونی ځینو وژل سوو کوچنیانو ته ډیر اهمیت ورکوی ، خو د نورو کوچنیانو وژنی بیا د « جورج هارویل » د حافظې څخه ایسته باسی ، د هغوی د ناولتوب او شرارت ژوروالی ثابتوی . پای