د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د دې هیواد د کرکټ پخوانی لوبغاړی عمران خان نه دیني عالم دی ، نه هم د سیاسي او ساینسي چارو ډاکتر یا متخصص چې ځان ته دیو بل هیواد په چارو کې دقضات کولو اجازه ورکوي ، عمران خان یو بې مسوولیت شخص دی ، هغه له حقوقي او فقهي پلوه هم په بشپړه توګه په څه نه دی خبر او مالومات هم نلري چې د خپلو ورستیو اوتو بوتو له امله د افغانستان د خلکو پر زخمونو مالګې ودوړولې.
دپاکستان دتحریک انصاف فاسد ،عیاش او بې تدبیره مشر، خپل ټاکنیز کمپاین په داسې حال کې پیل کړ ، چې پاکستاني طالبانو د ته اجازه ورکړه چې وزیرستان او هغو نا امنه سیمو ته لاړ شي چې هلته طالباني نظام حاکمیت لري.
عیاش او فاسد عمران خان ځان ته د انتخاباتي سیالیو تقریر امریکې ځانګړې کړې وه چې ګواکي دی پروزیرستان د بې پېلوټه الوتکو بریدونه غندي ، مخالفت یې کوي او دا عملیات دوسله والو طالبانو په ضد نه بلکې هلته د مېشتو ملکي وزیرستانیانو دژوند په ضد ترسره کیږي. نوموړي د خپلو چرسي او بنګي پلو یانو تر منځ دافغانستان په چاروکې خبرې وکړې او بیا یې د جهاد فتوا هم صادره کړه.
هغه ویلي: هغه کسان چې په افغانستان کې دم ګړۍ په جګړه بوخت دي هغوی مجاهدین دي او دوی جهاد کوي، والله ډیره په زړه پورې ده چې د افغانستان موضوع او روانې چارې د هرپاکستاني تش په نامه سیاست والو لپاره د پيښور د سبزي بازار ، قصه خواني مارکیټ او یاهم د چار صدې په پارکونوکې د چرسيانو د خیالي قیصو او لطیفو بڼه غوره کړي.
د عمران خان وروستۍ غیر مسئولانه او د شرم وړ څرګندونې د افغان دولت په ګډون دعالمانو دشورا او عام ولس له کلک او تریخ غبرګون سره مخ شوې چې لایې هم دغندنې او سپکولو لړۍ دوام لري.
داسې مالومیږي چې عمران خان لا تر اوسه د سیاست په الف بآ نه پوهیږي او یو جاهل شخص دی، که چیرته ده په ځان کې د سیاست کولو شعور او منطق درلودلی هېڅکله به یې د یو بل هیواد په چاروکې غیر مسئولانه او د شرم وړ څرګندونې نه کولې.
سره له دې چې جهالت او ناپوهي د ده په څېره کې له ورایه مالومیږي نو د کوم منطق له مخې په ځان کې د یو کارپوه او اسلامي چارو ډاکتر علمیت او پوهې موجودیت احساسوي او بیا شرعي ،فقهي او حقوقي حکم صادروي، د ده منفي شخصیت او بې مانا څرګندونې د پاکستان د ملت ۶۷ کلن تاریخ او غرور له خاورو سره خاورې کوي.
که څه هم عمران خان لومړی او یا هم اخري جاهل شخص نه دی چې دافغانستان په اړه دخپلو پلویانو ترمنځ غیر مسئولانه او بې مفهومې څرګندونې کوي بلکې څو نورې منفورې څیرې هم شته چې وخت ناوخته د افغانستان په چاروکې دلاس وهنې او خبرې کولو حق ځان ته ورکوي ، خو هر وار بیا له ماتې او بې عزتۍ سره مخ او له خپلو کړنو منکر شوي دي.
عمران خان چې له اخلاقي اړخه هم کمزوری شخصیت لري ، باید په دې پوه شي چې سیاست کول او یا هم دیوه ګوند مشري دغو مهمو عناصروته اړتیالري چې له دې پرته سیاست کول د ځان شرمولو مانالري لکه ده چې خپل ځان او هیواد شرمولی دی . سیاست کول سیاسي پوهه، منطقي تدبیر او مفکوره ، اسلامي او حقوقي درایت ، متمرکزه فکري قوه او درهبریت غوره اخلاقي چلند غواړي ، چې له بده مرغه په ده کې پورته یاد شوي ټکي د مایکروسکوپ په مرسته هم نه موندل کیږي.
عمران خان او د ده نور ملګري او د ده په شان جاهل سیاست وال که دومره نران وي ، نو ولې له خپلې خاورې څخه د وحشت او بربریت ټغر نه ټولوي، نرتوب او میړانه دې ته نه وايي چې د نورو پر حریم او شخصیت برید وشي، تر څه وخته هم دځان او هم دنورو دبدن غوښې خورۍ جهالت او ناپوهي مو له ملکه زمونږ پیځه زره کلنه خاوره دې حد ته رسولې ده، چیرته چې ترور ،قتل ، چاودنې ، قاچاق ، اوظلم لیدل کیږي اصلي مرکزیې ستاسو خاوره او مسببین یې هم تاسې او ستاسې بد نامه توره آی اس آی اداره ده.
دافغانستان په تیرو دریولسیزو کې د عمران خان په شان د منافقو او رضیلو رهبرانو کرغیړنې لاسوهنې او د دې خاورې دولسونو په نابودولوکې مو فعاله ونډه اخیستل هغه کار نامې دي چې افغانان به یې هیڅکله له یاده و نه باسي او د افغانستان دپرمختګ اوترقی د دښمانو په کتارکې پاکستاني سیاست وال ، پوځي او استخباراتي کړۍ په سرکې ځای لري.
په اوس وخت کې عمران خان او تر دې وړاندې نورې څیرې، دخپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو په موخه له منافقت ډکې شوې او درواغجنې ډرامې وکارولې چې په ترڅ کې یې له پښتون او پښتانه قومونو څخه بې شمېره قربانۍ واخیستل
زه پوره باور لرم چې دخیبر پښتونخوا ډېری اوسېدونکي به له ده ملاتړ کړی وي او د تحریک انصاف ګوند به د خپل ژوندانه د بقا لپاره ژغورونکی ګڼي حال داچې د دې مفکورې درلودونکي بیا یو ځل په غلطه روان دي، پښتانه بایدپه ټول قوت د دغه فریب کاره سیاستوالو تېرې کړنې له پامه ونه باسې او د دوې هرې خبرې او وعدې ته دشک په سترګه وګوري .
وړاندې مې دسیاست د تعریف او منطقي پوهې په اړه رڼا واچوله ، یو ځل بیا دجهالت او ناپوهۍ میر عمران خان ته وایم ، چې د سیاست نړۍ دکرکټ کومه لوبه او یا هم له نجونو سره دسمندر او رودغاړو تر څنګ د عیش او عشرت کټ نه دی ، چې دپیسو او یاهم د طالع په پایله کې یې وګټې او یايې تر لاسه کړې.
عیني واقعیتونو که نن له پامه وباسئ سبا نه شئ کولای چې په پوره ډول د خلکو له سپېڅليو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړئ ، خو اوس خدای حاضر وګڼئ او دخلکو وینې مه زبېښئ ، ولسونو ته له زیان اړولو او درواغ ویلو لاس واخلئ دا کار هم ستا سې او هم د ولسونو ګټې تضمین او دیوه انساني ټولنې په رامنځته کولوکې خورا ارزښتناکه بلل کیږي .
کنه نه نو د ولس قهر د خدای قهر دی.