د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې ٢٦٧ ګونۍ امونيم نايټرېټ نيولي.
چارواکي وايي چي ياد چاودېدونکي توکي د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد د مبارزې د څانګي له لوري نيول سوي .
چارواکي وايي چي دا توکي ئې د يوه راپور پر بنسټ په يوه لارۍ موټر کي د موټر چلوونکي سره يوځاى نيولي.
په دې اړه د امنيې قوماندانۍ څخه يوه خبرپاڼه خپره سوې چي پکښي د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ ويل سوي چي نيول سوى کس اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دئ او کېداى سي چي نور معلومات ورڅخه په لاس راسي.
تېره ورځ د هلمند ولايت څخه هم د يوشمېر امونيم نايټرېټ د نيولو خبر ورکړل سو .