د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کي د يوې چاودني په پايله کي يو اولسي وګړى ټپي سوى .
چارواکي وايي چي دا چاودنه نن سهار د يوولسو بجو په شااوخوا کي رامنځ ته سوې .
په دې اړه لراوبر ته يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ ويل سوي چي دا چاودنه د لښکرګاه ښار د منار پر څلور لاري کي رامنځ ته سوې .