کور / تازه خبرونه / هلمند : د ٤ وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

هلمند : د ٤ وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په نادعلي اولسوالۍ کي ئې څلور وسله وال طالبان نيولي.
چارواکي وايي چي يادو کسانو غوښتل چي په ياده اولسوالي کي پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړي خو مخکي تر دې چي خپل هدف ته ورسېږي د پوليسو له لوري ونيول سول.
په دې اړه لراوبر ته د هلمند ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادي پېښلي د پخلي ترڅنګ ويل سوي چي ياده پېښه د يادي اولسوالۍ د لوچک په سيمه کي رامنځ ته سوې او د نيولو سوو کسانو سره ئې وسلې او مخابرې هم نيول سوي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي.