کور / تازه خبرونه / هلمند : يوه پوليس خپل ملګري وژلي

هلمند : يوه پوليس خپل ملګري وژلي

د هلمند ولايت دګرشک اولسوالۍ د بند برق په امنيتي پوسته کي يوه پوليس خپل ملګري وژلي او نوموړى په لومړيو کي په تګ بريالى سوى خو وروسته نيول سوى دئ.
د هلمند ولايت مقام څخه په دې اړه لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي پېښه د دې پوستې د يوه پوليس او آشپز په وسيله رامنځ ته سوې لومړى دوى پر خپلو ملګرو ټکان کړي او د ټکانو سره سم نور وسله وال پوستې ته راغلي او پاته نور څلور پوليس ئې ځاى پر ځاى وژلي .
چارواکي وايي چي د پېښي ترسره کوونکي ئې نيولي او اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلى او وايي چي نهه پوليس ئې وژلي .