کور / تازه خبرونه / ٣٠ حاجيان حج ته د تلو پر ځاى کوروته واستول سول

٣٠ حاجيان حج ته د تلو پر ځاى کوروته واستول سول

د ننګرهار ولايت څخه دېرش تنه هغه حاجيان چي ورسره ژمنه سوې وه چي حج ته به استول کېږي خو نن حج ته د تللو پر ځاى خپلو کورونو ته واستول سول.
د لراوبر د سيميز خبريال سره په يادو کسانو کي يوه ويلي چي د دوى سره د ٥٠٠٠ ډالرو په بدل کي ژمنه سوې وه چي د فوق العاده امر په وسيله به حج ته استول کېږي خو نن ئې کار و نه سو او بېرته جواب کړل سول.
حج تلونکي کسان وايي چي تر هغو ورته قانع کېدونکې لار نه وي پيدا سوې د خپلو حقوقو غوښتنه به کوي .
د يادوني وړ ده چي په دې کسانو کي مېرمني هم شاملي دي.