د يکشنبې په ورځ د خوست ولايت د چولانو په سيمه کې يو تن د نامالومو وسله والو کسانو لخوا ووژل شو .
د يادې پيښې په تړاو دخوست ولايت دامنيه قوماندانۍ د عامه افکارو مشر سمونوال وزيربادشاه لر اوبر پاڼې ته وويل چې نوموړی تن تير شپه د چولانو په سيمه کې د نامالو وسله والو کسانو لخوا وژل شويده .
وزير بادشاه زياتوي چې تراوسه دا نده مالومه چې نوموړی کس به د چا لخوا وژل شوي وي او نه يې تر اوسه د وژل شوي کس په تور څوک نيولي دي
د يو بل خبر له مخې د خوست ولايت د لکڼو د شينکې په سيمه کې د ولايتي قواو په موټر پسي د سړک د غاړې بم چاودنه شوي چې له امله پکي هيچاته زيان ندې رسيدلی .
د خوست ولايت د امنيې قوماندان جنرال ايوب وايي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې ځواکونه يې په سيمه کې په ګزمه بوخت وو .
جنرال ايوب زياته کړه چې ځواکونو ته په چاودنه کې ځکه مرګ ژوبله نده رسيدلي چې موټر يې د چاودنې د ځای څخه څو متره وړاندې تللي وو .
د اپداسي حال کې ده چې څو وراځې وړاندې د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په موټر پسي ماين چاودنه شوي وه چې په پايله کې درې کسان پکې وژل شوي او دوه نور پکي ټپيان شوي وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه