کور / تازه خبرونه / د هلمند د قربانيانو په اړه بيا د پلټنو امر ورکړل سو

د هلمند د قربانيانو په اړه بيا د پلټنو امر ورکړل سو

له ارګ ماڼۍ څخه خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يکشنبې په ورځ په هلمند ولايت کي د بهرنيانو له لوري د ترسره سوو عملياتو په پايله کي درې کوچنيان وژل سوي او دا کار په خبرپاڼه کي په سختو ټکو غندل سوى.
اولسمشر دا عمليات غندني او ويل ئې دي چي هغه عمليات چي پکښي اولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي هيڅ ډول د منلو وړ نه دي .
نوموړي د تل په څېر چارواکو ته لارښوونه کړې چي معلومات وکړي او جمهوري رياست ته ئې واستوي .
افغانان او د کارو پوهان دې کار ته د خلکو د احساساتو د راپارلو پر ځاى د کمېدو يوه لار ګڼي او وايي چي دا کار بې ګټي او هيسي يو غولوونکى کار دئ چي په تېرو يوولسو کلونو کي ئې هيڅ پايله نه ده ورکړې او يوازي او يوازي اولسمشر اولسي وګړي په تېر باسي .