دپښین دابتدایي تاریخ دمربوطي مطالعې په اساس ویلای سو چي ترعیسوي پيړیو درې زره کاله پخوا په مستندو تاریخونو کي پښین په پښین سره یاد سوی دی چي دا ډول د پشنګ کلمه باطلوي اونه داپه اثبات سره رسېدلی سي چي دافراسیاب زوی(تورانی پشنګ) ته دا اوسنی پښین منسوبېدلی سي .
چي مي عقل پرهوښ راغلی دی هم دامي اورېدلي دي چي دپښین په دره(اوسنی سرخاب) کي یوښامار و،چي انسانان یې خوراک وو،وروسته یوپهلوان (خلګو به داپهلوان رستم نومولو) راغی داښاماریې دپښین په دره کي ووژلو،وروسته د همدې پهلوان په نوم داسیمه پښین ونومول سوه.
خلګو خوتش یوپهلوان یادولو،یالږترلږه رستم پهلوان یې یادولو،نو ددې پهلوان دنوم سره دپښین کوم تعلق کېدلای سي ؟
درستم یا توراني پشنګ پرځای دګرشاسپ یاغرغښت پښین ته دراتګ په اړه مستند اوباوري معلومات په لاس کي لرو .
دپښین اوکوټی په سیمه کي دګبرانو دترض جوړکاریزونه ددې څرګند ثبوت دی چي زرتشیزم دګرشاسپ یاغرغښت دې سیمي ته د راپېښیدو وروسته خورسوی دی(پښین ته د ګرشاسپ یاغرغښت راتګ ۶۱۱ قبل میلاد وروسته اټکل سوی دی اوعلامه رشادبابا دګرشاسپ یاغرغښت قبردکندهاراوپښین ترمنځ یادوي ).
درستم په اړه لوی استادحبیبي صاحب داسي لیکي :
دخپل وخت ترټولو پهلوانانوغښتلی او زورور ،اوکسک کوهزاد (غرزی،غلجی) یې چي له (زال) څخه یې خراج اخیست وواژه (۱)
دګبري کاریزونوپه اړه دانګرېزسرکاریو راپور داسي وايي:
ددې سمیي (کوټي) پخواني اوسېدونکي د زردشت مذهب منونکي وو،او دغه ځکه ویل کیږي دلته چي کوم کاریزونه جوړسوي دي ،هغه دپخوانیو (ګبرانو) پرترض جوړسوي دي ،افغانان دلته دشمال ،مشرق له اړخه دتخت سلیمان لخوا راغلي دي چي د دوی اصل مسکن دی(۲)
اریایان پریوپراخه سیمه میشت وو،دوی دسلیمان له غرونو دګنګااوجمنا ترڅنډو رسېدل (۳)
دګبرټکی دبلوڅي ژبي تاریخ پوه نصیرخان مینګل په (تاریخ بلوچستان) کي دکروندګر یابزګر په معنا راوړی دی .
دلوی خوشحال بابا په دې بیت کي دګبرټکی داسي لولو:
دهغه اسلام،اسلام نه دی خوشحاله
چي بهتر ورځني ګبر په میثاق وي (۴)
ملاجمعه بارګزى دګبرټکی په خپل یوه بیت کي داسی راوړي
زه جمعه پناه له هسي خلګه غواړم
چي په ژبه مسلمان وي په خوی ګبر
اوس هم دلوی کندهار په سیمه کي دتکړه،پیاوړي او جنګیالي لپاره (دګبرزوی) اصطلاح کارول کیږي یا:
ډېردګبرزوی دی ګبرجنګ کوي.
یوشمېرلغتونه دګبرټکی د آتش پرست یااورته سجده کونکي په معناراوړي اودپښتنود نغري شتوالی امکان لري دپښتنوپه سیمه کي د زرتشي مذهب د خوریدو سره دود سوی وي لکه د (سواستیکا) نخښه چي نن هم دلوی کندهارپه پښتنوکي دود لري .
دپښین په سیمه کي داسي دودونه او فولکلوریکي کیسې لرو چي چینه یې زرتشتي ماخذونه دي ،داهم یوناشونې ټوقه ده ځینوپاکستاني ذهنیت لرونکو پښتنومورخینو سواستیکا دهټلر دخولۍ دنخښي سره تعبیرکړې ده دا ډول یې پښتانه په جرمن قام پوري غوټه کړي دي .
دسواستیکا نخښه دشنه نیل په رنګ پردېوال هغه مهال رسمیږي چي په یوکورکي ماشوم نه پایي اوکله چي په هغه کورکي ماشوم اوسي نوپردېوال په شنه نيل دسواستیکا نخښه په دې خاطررسم کړي چي ماشوم دافت،بلایادرانه ږغه په امان پاته سي ،اودا دپښین دسیمي لرغونی دود دی .
دزرتشت ژبه یقیناً چي سنسکرت وه ولي چي دلیک دپیل ژبه هم دایادیږي ،نوموړی روسى تاریخ پوه ولادیمرشوف لیکي :
خلګ چي دیوه اوبله الفاظ اخلي نو ورسره هغه فکرونه او مادي شیان هم دځان کوي دکوموچي دا الفاظ استازیتوب کوي .
دتحریر ژبه سنسکرت ده چي کلاسیکي بڼه یې په څلورمه اوپنځمه قبل مسیح کي راڅرګنده سوې ده .
شیفروایي په سنسکرت کي يوشمېر کلتوري اصطلاحات د درواړي ژبي اخستل سوي دي .
چټرجي لیکي :
سنسکرت داصلي سیمیزي ابادۍ دا الفاظ اخیستي دي :
کرماره(اوستاکار،اهنګر) کوټه(جونګړه) پوجنه(عبادت،پرستش) پهله(میوه) بیجه(زڼی) وری هی(وریجي ) (۵)
لوی استادعلامه حبیبي صاحب خوپه دې عقیده وو:
موږپښتوژبه دسنسکرت او اوستا خور بولو،چي په ږغو او قواعدو او توروکي د دواړو ژبو سره ګډه ده(۶)
دیوه بل یوناني ټکي ریښه حبیبي صاحب په پښتوکي داسي راپه ګوته کوي :
زیوس،دیوناني لوی پروردګار نوم وو،چي لاتیني ډیوس او فرانسوي ډیو اودپښتو ډیوه (څراغ او روڼاپه معنا) له دې ریښې څخه دی (۷)
په سنسکرت کی د دیوتا لپاره یوبل ټکی دیو هم کارول کیږي چي په فارسي کي د داییوDaeva په لاتیني ژبه Tivursبڼه اخلي (۸)
توردیب یا دیو اوسپین دیب دپښتوشفاهي داستانونو جوت کردارونه دي .
په اوستا کي داوسني افغانستان یا خراسان یادي سوي سیمي حبیبي صاحب دا ډول راپېژني :
۱ .سغده(د اموپه شمال کي سغد)
۲ .مورو(دمرغاب مجرامرو)
۳ .بخدی(بلخ)
۴ .نیسایا(په شمالي خراسان کي نسا)
۵ .هرای وه(هرات)
۶ . وایکرته(کابل)
۷ .اوروه(روه،پختیا ولایت اودسلیمان غر)
۸ .هری ویتی (ارغنداو او دهراوت)
۹ .ای تومنه(هیلمند)
۱۰ . ره ګه (دبدخشان راغ،دپښتو راغه )
۱۱ .هپته هندو (سند)
چي دا ټولي سیمي په افغانستان اویا د افغانستان به ګاونډ کی پرتې دي (۹)
په پښین پوري خانوزیو ته ورڅرمه سپیره راغه دښت اوپه برښورکي باغ راغه اوس هم موقعیت لري .
٫٫د اوستایي خاوري قطعات پرشپاړس قطعو مشتمل وو،چي د هندوکش د لوی غره څلور خواو ته پرله پسې پرتې وې ،ترکومه ځایه چي پریې څېړنه شوې هغه سیمي چي ددې غره له بیلابېلو ځایونو څخه خړوبېدلې هغه د اوستایې ځمکي مقدسه برخه ده
داوستایي خاوري دشپاړس قطعوڅخه د راګا یا ره ګه په اړه استاد کهزاد وایي:
د راګا داځني برخي یې ٫٫ری٬٬بولي چي کنډوالې یې دایران ترشرقي سیمي پرتې دي اوپه بدخشان کي هم د راغ په نوم یوه علاقه لرو(۱۰)
اوستایي مدنیت چي له ویدي مدنیت څخه وروسته منځ ته راغی دویم سترمدنیت وو،چي ځانګو یې بلخ،بخدي اوباختروو،غرغښت یاغرشاسپ ځکه ددې مدنیت باني اوبنسټ اېښودونکی پېژندل سوچي په هم دې مهال کي دبلخ پاچا او د زراتو شترا حامي اود اوستا په کارکي مرستندوی وو(۱۱)
او د :
٫٫ زردشت د ژوندون زمانه په یقیني توګه معلومه نه ده خو د زردشتي کتابو د روایتو له مخي د (۶۶۰ ق م) په شاوخواکي زیږیدلی دی.
کیګشتاسپ په ده وګروهیداو د ده په عقیده سو اوپه (۵۸۳ ق م) په اووه اویاکلنۍ د توراني ګرجاسپ دیرغل پروخت دبلخ په دوهه (اتشکده) کی د توراني (براترکرش) په لاس ووژل سو،مګرڅېړونکي پوهان داکلونه صیح نه بولي اود ده زېږیدنه یې د ۵۸۸ ق م په شاوخوا ګڼلې ده (۱۲)
داهم هغه ګرشاسپ دی چي په پښین کې دناهیدپه نامه خیرات وکړ،اودعلامه درشاد په قول (اوس هم ګرشاسپ په پښین کي په خواږه خوب بیده دی)
دګرشاسپ پښین کي شتون ،یوه بله معتبره حواله داسي لولو:
لوی پوه ډارمسټټرګرشاسپ دکابل دمشهورو پهلوانانو له جملې څخه ګڼلی دی او د ده ستري او هیجان پیداکوونکي کارنامې یې په کابل ،کابلستان ،زابل ،زابلستان ،ګندهارا او ننګرهار،کندهار او د ارغنداب په وادۍ کي ،په پښین اوکاړستان(زه وایم دابه کاکړستان وي ولي چي په ږوب کي زرتشتي اورتونونه سته) په سکاوند(لوګر،لوی غر) په ګردیز(غردیس) په غزني(غزنک) په سیستان اودهغه په مرکز زرنج او داورښار (زمین داور) کي یادي کړي (۱۳)
پښین ته دګرشاسپ یاغرغښت راتګ اوپه پښین کي ترڅه مودې استراحت کول دا روښانویي چي د زردشتي دین دخپورولو لپاره یې دپښین ناوه اړینه بللې وي او زردشت په خپله هم دپښین ناوې ته راپېښ سوی وي اودخپل دین په تبلیغ یې لاس پوري کړی وي ولي چي ګرشاسپ د ده نژدې شهزاده دوست او ددین یې کلک لاروی وو:
په دې ډول داخبره سمه ده،چي غرغښت یاګرشاسپ یو شاه زوی (شهزاده) وو،چي دپلار له مړیني وروسته په شاهي پلاز باندي کېني چي فردوسي ورته داسي اشاره کړې ده :
چوکشتاسپوا داد لهراسپ تخت
فرود امد از تخت وبربست رخت
به بلخ ګزین شد برآن نوبهار
که یرذان پرستان بد آن روزګار(۱۴)
دپښین د (رایسه غونډۍ) کیندني که په علمي بنیادونو ترسره سي ،داثابتول به ګران نه وي چي هم دلته زردشتي اورتونو شتون درلود.
اخځلیکونه:
۱.حبيبي علامه عبدالحى دافغانستان لڼدتاريخ …………………………….۳۰
۲.كوټه ،پښين بلوچستان ګزيټر ………………………………………………. ۶۶
۳.تسوف ولاديمر پاكستان كي قوميتن …………………………. ۵۷
۴ .كليات خوشحال خان خټك كابل چاپ ……………………………. ۳۱۹
۵ .تسوف ولاديمر پاكستان كي قوميتن ………………………….. ۵۹
۶ . حبيبي عبدلحى دافغانستان لنډتاريخ …………………………… ۳۵
۷ . همدا اثر ……………………………………………………………………….۳۷
۸ .سوفي كي دنيا ……………………………………………………………… ۲۲۴
۹ .حبيبي عبدالحى دافغانستان لنډتاريخ ……………………………. ۳۱-۳۲
۱۰ .استاد كهزاد افغانستان دتاريخ په رڼاكي ژباړن ارشاد ……………………۶۴
۱۱ .خيبري غوث پښتانه دافغانستان په افسانويي اوداستاني تاريخ كي … ۲۱۹
۱۲ .حبيبي عبدالحى دافغانستان لنډتاريخ ………………………………… ۱۶
۱۳ .خيبري غوث پښتانه دافغانستان په افسانويي او داستاني تاريخ كي ۲۲۴
۱۴ .همدا اثر ……………………………………………………………………. ۲۲۰