کور / سياسي / په راتلونکو ټولټاکنو کښی د بهرنیو استازود نه منلو راز

په راتلونکو ټولټاکنو کښی د بهرنیو استازود نه منلو راز

پرون د ۲۰۱۲ د اکتوبر پر ۱۸نېټه د افغانستان ولسمشر کرزی په پلازمینه کابل کی د ناټو جنرال سکرټر راسموسن سره د خبرو په ترڅ کی په راتلونکو ټولټاکنو کښی د بهرنیو استازو شتون رد کړ او ویی ویل چی د افغانستان په ټولټاکنو کښی د بهرنیو استازو شتون زموږ د استقلال لپاره توهین دی او د افغانستان ځانګړیتوب تر سوال لاندی راولی . کرزی زیاته کړه چی که بهرنی څارونکی وغواړی کولای شی د څارونکو په توګه راشی او نظارت وکړی چی زموږ ټولټاکنی ددرغلیو نه پاکی دی او که نه ، ځانته یی ثبوت کړی .
د کرزی صیب داخبره چی د بهرنیو څارونکو شتون په ټولټاکنو کښی دافغانستان استقلال تر سوال لاندی راولی ، درسته ده او موږ هم پدی نظر کی له هغه سره یو . خو دا باید ووایو چی په کال ۲۰۰۹ کی هم بهرنی استازی د افغانستان په ټولټاکنو کښی د څارونکو په توګه ګدون کړی وو او کرزی صیب هغوی منلی وه . او س نو بیا څه اسمان ځمکی راځی . زما په اند دلته دافغانستان د استقلال مسئله نده بلکه پر درغلیو د پردی اچولو مسئله ده . د کال ۲۰۰۹ په ټولټاکنو کښی همدغه بهرنی استازی وه چی د کرزی په ګټه درغلی یی برملا کړی . په تیرو ټولټاکنو کښی څه د پاسه نیم میلیون رایی د کرزی په ګټه زیاتی صندوقونو ته ور اچول شوی وی . دا هغه رایی وی چی د کرزی د پلویانو له خوا د ډالرو په مقابل کی را نیول شوی وی . که څه هم په راتلونکو ټولټاکنو کښی کرزی صیب د افغانستان د اساسی قانون له مخی اجازه نلری ، بیا ځان و نوموی ، خو کیدای شی چی د هغه خپلوان او پلویان ځانونه ونوموی او د هغوی په ګټه بیا درغلی وشی . نو ځکه کرزی صیب اوس لا دوخته داسی نظر څرګنده وی او وایی چی بهرنی استازی دی په ټولټاکنو کښی نه وی . تر اوسه خو د ټولټاکنو لپاره د نوماندو نومونه په رسمی توګه ندی اعلان شوی ، اما د پردی شاته بعضی نومونه لکه فوزیه کوفی ، عبدالقیوم کرزی ، ډاکتر اشرف غنی احمد زی ، عبدالله عبدالله ، ابوالحسین هاشمی ، رمضان بشر دوست او داسی نور پورته او کښته کیږی ، چی اغلباً به همداکسان ځانونه و نوموی .
په تیرو انتخاباتو کښی د ټولټاکونو د شکایاتو کمیسیون لګښتونه د ملګرو ملتونو پر غاړه وه . د کمیسیون د پنځو غړو نه دوه یی د ملګرو ملتونو استازی وه . همدی کمیسیون د رایو د شمیرلو په وخت کی څه دپاسه نیم میلیون رایی درغلی وبللی او بی اعتباره یی اعلان کړی . دا هغه رایی وی چی کرزی صیب ته ور کړه شوی وی . په کال ۲۰۱۰ کښی کرزی صیب دا کمیسیون تر خپل کنترول لاندی راوست . له هغه وخت نه وروسته ملګری ملتونه اجازه نلری د کمیسیون غړی و ټاکی . دا کارکرزی صیب په خپله پر غاړه واخیست او د کمیسیون غړی هغه پخپله خوښه ټاکی . یو له سببونو نه چی کرزی صیب بهرنی استازی پدی کمیسیون کی نه غواړی دادی چی همدا کمیسیون په تیرو ټولټاکنو کښی پر کرزی په کلکه نیوکی وکړی او دده په تاوان یی نیم میلیون رایی بی اعتباره اعلان کړی .
دکرزی صیب مخالفین وایی ،کرزی پخپله ځان نه شی نولی ، اما دده ورور عبدالقیوم کرزی خپله غوښتنه څرګنده کړی ده او غواړی چی ځان و نوموی . ددی امکان موجود دی چی کرزی صیب به د خپل ورور په ګټه بیا په ناوړه کارونو لاس پوری کړی .
د افغانستان ټولټاکنی شاید په کال ۲۰۱۴ کی تر سره شی . په همدی کال کی بهرنی ځواکونه هم په نظر کی لری له افغانستان نه ووزی . کرزی صیب د ناټو جنرال سکرتر راسموسن سره په خبرو کی وویل چی دافغانستان امنیتی ځواکونه ددی توان لری چی په کال ۲۰۱۳ کی د هیواد امنیت پر غاړه واخلی . راسموسن د کرزی خبره ونه منل او ټینګار یی وکړ چی د ناټو ځواکونو وتل به د پلان له مخی یانی په کال ۲۰۱۴ کی تر سره شی . خو کارپوهان پدی اند دی چی د افغانستان د اوسنی امنیتی حالاتو نه داسی څرګندیږی چی امکان لری د ناټو ځواکونه تر کال ۲۰۱۴ د مخه له افغانستان نه ووزي.