پاکستاني چارواکي وايي چې دا څلور کسان چې د افغانستان دپوځ جامې یې په تن دي، دخیبر ايجنسۍ په توردره سیمه کې موندل شوي دي. دخیبر ایجنسۍ یو سیمه یز چارواکی وايي چې داسي ښکاري چې دا کسان اول ژوندي نیول شوي او بیا وژل شوي دي. تر اوسه افغان دولت په دې اړه مالومات نه د ي ورکړي . په افغان ملي اردو کې هغه کسان هم کار کوي چې کورونه ېې په پاکستان کې دي .