کور / تازه خبرونه / افتاب احمدخان شيرپاوو د خپل گوند نوم بدل کړ

افتاب احمدخان شيرپاوو د خپل گوند نوم بدل کړ

پېښور:دپاکستان د کورنيوچاروپخواني وزير افتاب احمدخان شيرپاوو د خپل گوند نوم بدل کړاونوى نوم يې قومي وطن پارټي د(وطن ملي گوند)غوره کړى نوموړي د خپل گوند يوې غونډې ته وويل د گوندي بيرغ او کړنلارې بدلون يې هم منل شوي بيرغ به يې سور ،تور اوسپين رنگ ولري، په کړنلارې کې به يې په سيمه پښتنودوينې تويدنې مخنيوى، سخت دريځي دسياسي خبرو له لارې حل کول .په سيمه کې دبشپړامنيت راوستل ،د ايالتي خپلواکي ترلاسه کول دخېبرپښتونخوا،کراچۍ ،بلوچستان او قباييلواود ټولې نړۍ دپښتنودحقوقوساتنه يې دکړنلاړې مهمه برخه ده، شير پاوو زياته کړه چې له تيرو ١٠ مياشتو له مشوروورسته يې دا پريکړه کړې چې په کې دهرگوندي غړي رايه شته، قومي وطن يارټي رامنځته کول د چاپرخلاف نه دي بلکې دوخت اړتيا وه څوک چې دپښتنو ديوالي غږپورته کوي موږ به يې ملاتړکوونوموړي زياته کړه غواړو دپښتنوماشومانو ته دټوپک پرځاى قلم ورکړو دافتاب شيرپاوو دگوند نوم پيپلزشيرپاوو وه د پخوانۍ صدراعظمې بنظيربوټوڅخه جلاشوي ډله وه