په دې کې شک نشته چې علم او پوهه د هرې ټولنې د پرمختګ او بریالیتوب بنسټ جوړوي، معارف دی چې دیوې ټولنې د وګړو تر منځ دښه او بده تفکیک رامنځته کوي، معارف دی چې د لویو دولتونو او امپراتوریو بنسټ جوړوي که چیرته دپوهې او قلم ځواکمنۍ ته په دقیقه بڼه وکتل شي نو په ګوته کیږي چې دا د خدای لوی نعمت او پیرزوینه ده چې په نړۍ کې حاکمیت لري.
د لوی خدای (ج) اوامر او داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد(ص) غوره لارښونې په ډاګه کوي چې معارف له ټولو فنونو او مسلکونو سره د انسان لومړنۍ اړیکې نښلوي او له هم دې لارې د ځان پيژندنې خورامهمه مرحله هم پيل کیږي ، یعنې معارف دعلومو دمور په توګه پیژندل کیږي. او په کار ده چې د دې غوره الهي دستور پر وړاندې دقیق او سنجول شوی چلند وشي.
معارف په علمي او مسلکي ډول له ټولو علومو او مسلکونو سره مستقیمه رابطه لري، خو دا په دې مانا نه ده چې معارف په خپلو فعالیتونو کې سیاسي ، ګوندي او قومي موخې پالي، معارف د انسانیت اوبشریت د لارښوونې په مختلفو برخو کې اسلامي او اخلاقي مسئولیتونه لرې چې دلوی خالق بنده ګان دهغه پر پيژندلو وهڅوي.
پورته یاد شوي مسایل هغه څه دي چې په اوس وخت کې زمونږ په هیواد کې د ځینو له لوري نه مراعات کیږي او وخت ناوخت د معارف پر حریم لفظي او یاهم په نورو ډولونو تر برید لاندې نیول کیږي، که څه هم د بیان آزادي او درسنیو خپلواکي هر افغان ته دا حق ورکوي چې پر حکومت او نورو برخو نیوکې وکړي او خپل نظر هم بیان کړي خو د قانون داحکامو له مخې مانا داچې ملي ګټې او د مقابل لوري حریم او شخصیت تر برید او ګواښ لاندې را نه وستل شي.
خو له بده مرغه له قانو څخه بې خبرې او یاهم بې غوري د دې سبب شوی چې لیکوال او منتقدین خپل موقف له پامه وغورځوي او هغه څه ولیکي چې د ده د زړه بړاس او یاهم شخصي غوښتنو ښکارندوی وي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او افغانان په ټولو چاروکې مساوي حقونه لري .
د هېواد اوسنیو شرایطوته په کتو سره لازمه ده چې د راتلونکي لپاره په مثبت ډول فکر وشي او هغه نیمګړتیاوې په ګوته کړل شي چې زیان یې په ملي کچه د افغانانو ژوند ګواښوي چې تر ټول مهمه ېې د افغانستان د راتلونکي نسلونو برخلیک په ګوته کیږي، ځکه افغانستان اوس اړتیا لري چې خپل راتلونکی نسل دعلم او پوهې په ګانه سمبال کړي او دا یوازینۍ لاره ده چې د دې خاورې له ګوټ ګوټ څخه دبد مرغۍ او ناخوالو ټغر ټولولی شي.
د پوهنې له روان بهیر څخه ملاتړ، ملي ګټو ته درناوی ، له خپلې خاورې څخه دفاع ، قانون او افغاني ارزښتونوته کلکه ژمنه هغه څه دي چې هرډول هیلې او هڅې د عمل ډګرته وباسي او اړیتاده چې د ځان په بیه له پورتنیو ارزښتونو څخه چې تر ټولو مهمه یې معارف او د معارف د نظام پرمختګ دی دفاع او ساتنه وشي، ځکه معارف سیاسي او ګوندي فعالیت نه کوي او نه هم دکومې ډلې او یا سیاسي بهیرته د فعالیت کولو مکلفیت لري.
د پوهنې وزارت مشرتابه له تیرو دریو کلونو را په دې خوا د نه ستړي کیدونکي هڅو په پایله کې په دې وتوانیدل چې افغانستان دیوه با ثباته ، مسلکي عصري او پرمختللی معارف خاوند کړي چې دا بهیر لاهم په چټکۍ سره مخ پروړاندې ځي، تردې وړاندې د معارف نظام د تنظیمي جګړو په پایله کې په بشپړه توګه له منځه تللی وو، خو اوس د افغانستان معارف د نړۍ په مختلفو سازمانونو او ادارو کې چې د تعلیم او تربیې او ښوونې روزنې په برخو کې کار کوي مهم او د پام وړ موقف لري.
د معارف په سکتور کې د پرمختګ بهیر د دې خاورې د هوسا راتلونکي ضمانت کوي او د دې وزارت د مشرتابه په هڅو کې هیڅ راز سیاسي ، قومې ، ژبني ، ګوندي او یا هغه مسایل چې دافغانستان په زیان وي نه ترسترګو کیږي، بلکې یاد وزارت شپه او ورځ هڅه کوي چې د دې خاورې ګوټ ګوټ ته هغه آسانتیاوې ورسوي چې په ترځ کې یې هر افغان ماشوم په ډاډمنه توګه زدکړې وکړي .
د هېواد مختلفو ولایاتو ته د پوهنې د وزیر فاروق وردګ او نورو چارواکو سفرونه چې د نوي ښوونځیو د پرانیستې او د پو هنې له بهیر څخه دکتنې او ارزونې په موخه تر سره کیږي د دې مانالري چې ولسونه په کلک هوډ د معارف له نظام او پرمختګ څخه ملاتړ کوي او دجګړې د مرکزونو پر ځای خپلو ماشومانو ته د ښوونځیو ودانۍ غواړي، چې د افغانستان دشریف او نجیبو ولسونو داډول هڅې دقدر وړ او د دې خاورې په خیر او فلاح بلل کیږي .
د معارف هرډول فعالیت او پرمختګ د افغانستان دخلکو لپاره تر سره کیږي او هیځ راز سیاسي او حزبي اړخ نلري او دا په ټوله نړۍ کې قاعده او قانون ده چې معارف د ملتونو لپاره فعالیت کوي او په همدې ډول د دې سکټور هرډول ساتنه ، څارنه او ملاتړ هم پر ولسونو پورې اړه لري.
که څه هم دافغانستان معارف له ګڼو ستونزو سره د مبارزې په حال کې دی خو بیا هم په خپلو چاروکې پرمختګ او د پام وړ لاسته راوړنې لري چې دا د افغان ولس لپاره د ویاړ ځای دی خو تر خوا یې کورني او بهرني دښمنان هم غلي نه دي ناست او وخت ناوخت یې پر ښونکو، مدرسو، ښوونځیو او زدکړیالانو بې شرمانه او بزدلانه بریدونه کړي چې شهادتونه ، مرګ ژوبلې او ورانۍ یې تراشا پریښي خو د غیرتي ولسونو د ارادې پر بدلولو نه دې بریالي شوي او دخپلو وحشیانه کړنو په ځواب کې له ولسي پاڅونو ، د معارف نظام او له زدکړې څخه د کلک ملاتړ سره مخامخ شوي دي.
افغان ولس په دې ښه پوهیږي چې دښمن غوړاي پر معارف د یرغل او تور لګولو له لارې خپلې شومې او غیر اسلامي او انساني موخې ترلاسه او د افغانانو پر برخلیک یوځل بیا لوبې وکړي د بیلګې په توګه د روان کال په لړ کې د هیواد په مختلفو ښوونځیو کې پر ښځینه زدکوونکیو بریدونه او مصمومیتونه ، له ښوونکو سره ناسم چلند او داسې نور ظلمونه هغه واضح او ښکاره غمیزې دي چې د سر په سترګو ولیدل شوې. او یا او سني روان شیطاني تبلیغات چې ګواکي معارف سیاسي حرکتونه کوي بیا هغه پروپاګند دي چې د معارف دښمنان یې د خپرولو په لټه کې دي. خو له نیکه مرغه د پوهنې وزارت مشرتابه په پوره میړانې او ملت ته د ښه خدمت کولو او په دې برخه کې دکلک هوډ په لرلوسره د دښمن پروړاندې د معارف له مقدسې پولې څخه دفاع ته دوام ورکوي او دخدای ( ج ) په مرسته دافغانستان معارف د دښمنانو له دسیسو او بریدونو خوندي کوي.