د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ایکو سازمان په غونډه کې د ولسمشر کرزي د وروستیو څرګندونو، د تروریستي فعالیتونو له امله په رواني ستونزو او ناروغیو د ګڼ شمېر پاکستانیانو د اخته کیدو او له ایران څخه د افغان مهاجرو په زوره ایستلو ته تر ډیره خپل مطالب ځانګړي کړي دي.
محور:
محور غیر دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې ولسمشر کرزي پرون د ایکو سازمان په غونډه کې وویل، چې تروریزم د دې سازمان د ټولو غړو هېوادونو لپاره ګواښ دی.
محور لیکلي، چې ولسمشر کرزي په څرګندو ټکو کې وویل، چې تروریستان په سیمه کې پټن ځایونه لري او د دې مرکزونو له مینځه وړل د سیمې د امنیت لپاره ډیر مهم دي.
دې ورځپاڼې لیکلي، چې پر ایران د نړېوالو بندیزونو د زیاتیدو په ترڅ کې له دې هېواده د افغان کډوالو په زوره ایستل هم د تیر کال په پرتله څلور اویا فیصده زیات شوي دي.
سرنوشت:
سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د ایکو سازمان په غونډه کې د ولسمشر کرزي له قوله لیکلي، چې افغان سرتیري روسیې او چین ته د تروریستانو د ورتګ مخه نیسي او هیله ده، چې ګاونډی هېوادونه هم افغانستان ته د تروریستانو د راتګ مخه ونیسي.
دا ورځپاڼه لیکي، چې ولسمشر کرزي ویلي له سیمه ییزې همکارۍ پرته د تروریستانو له منځه وړل ناشونی کار دی.
انیس:
د انیس دولتي ورځپاڼې په لومړي مخ کې په باکو کې د ایکو سازمان د غړیو هېوادونو په غونډه کې د ولسمشر کرزي د وینا متن خپور شوی.
د دې ترڅنګ په همدې غونډه کې انیس د جمهور رییس کرزي هغه خبره هم را اخیستې، چې ویلي یي دي د سیمې د هېوادونو له رښتینې او ګډې همکارۍ پرته د تروریزم پرضد بریا نا شونې ده.
انیس په خپلې سرمقالې کې، پاکستاني سیاستوال فتوا هم صادروي ترعنوان لاندې لیکلي، چې د پاکستان داسې یو سیاستوال فتوا صادروي چې د لیکوال په خبره په خپله د اسلام په لومړنيو مسایلو هم نه پوهیږي.
باور:
باورغیر دولتي ورځپاڼې د جمهور کرزي هغه خبره را اخیستې، چې ویلي یي دي ګاونډي هېوادونه دې د تروریزم ضد مبارزه کې دوه مخی سیاست پریږدي.
دې ورځپاڼې د ولسمشر کرزي له قوله ویلي، چې ګاونډیان دې د تروریستانو مرکزونه ړنګ کړي او افغانستان ته دې د هغوی د اوښتو مخه ونیسي.
باور لیکلي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې دوه لکه افغان کډوال له ایران څخه بیرته خپل هېواد ته را ستانه شوي، دې ورځپاڼې د دې را ستنیدو علت پر ایران نړېوال اقتصادي بندیزونه او پر افغانانو د هغوي زور زیاتی ښودلی دی.
باور دغه راز لیکلي چې په بامیان ولایت کې د خمیني په نوم یو روغتون جوړیږي چې دا کار به د مطلب د لیکوال په خبره د افغانانو ترمنځ یووالی زیانمن او ستونزې پیدا کړي.
خدمتګار:
خدمتګار غیر دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې تروریزم په پاکستان کې ګڼ شمېر خلک په رواني ناروغیو اخته کړي.
دې ورځپاڼې د ډاکټرانو له قوله لیکلي چې په پاکستان کې په رواني ناروغیو او ستونزو د ډیرشمیر خلکو د اخته کیدو لامل هلته تروریستي فعالیتونه او اقتصادي ستونزې او بحران دی