اسلام اباد:د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د خیبر پښتونخواه د پيښور پولیسود پيښور اسلام اباد په لاره ، د امریکايي ډیپلوماټانو دوه ګاډي ودرول او پيښور ته یې د تللو اجازه ورنکړه . د پيښور یوه امنیتي چارواکې وویل دغو ډيپلوماټانو پيښور ته د تللو لپاره سندونه نه درلودل نو د پلټنو لپاره هم په مؤقت ډول بند ته واستول شول. او له پلټنو وروسته یې خوشي کړي دي . د پاکستان حکومت ویلي بهرني په تیره بیا امریکايي ډیپلوماټان باید نورو ښارونو د تګ لپاره د کورنیو چارو د وزارت لخوا رسمي اجازه لیک واخلي او هیڅ ډیپلومات په ازاد ډول د پاکستان سیمو ته سفر نه شي کولاي