باکو: دبي بي سي د خبر له مخې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې د سیمې د هېوادونو له ریښتونې مبارزې پرته په سیمه کې د ترهګرۍ له منځه وړلو کې بریالیتوب ناممکن دی.نوموړي دا څرګندونې د اذربایجان پلازمېنه باکو کې د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ یا ایکو سازمان دوولسمې غونډې ته په وینا کې کړي دي ښاغلي کرزي، له سوېلي اسیا او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره یو نژدې دوست هېواد وباله، او د ایکو سازمان له غړو هېوادونو سره یې د ژورو کلتوري او تاریخي پیوندونو درلودو ټينګار وکړ.ولسمشر حامد کرزي وویل، که د ایکو غړي هېوادونه خپل امکانات وکاروي، د سیمې ګڼې ستونزې به هوارې شي:”زه باوري یم چې د ایکو د غړو هېوادونو په حوزه کې ډیر مساعد امکانات او فرصتونه شته چې که موږ له هغو څخه سالمه استفاده وکړو، کولای شو په ډېرو ستونزو لاس بري شو.”حامد کرزي په سوات کې پر ملالې یوسفرۍ د طالبانو برید ته په اشارې سره وویل، چې په سیمه کې روانې ترهګرۍ د سیمې هېوادونه او حکومتونه له لویو ننګونو سره مخامخ کړي دي.هغه زیاته کړه چې ”ترهګر اوس د سیمې د هر هېواد هر وګړي ته ګواښ دی. ترهګر ان زموږ په ماشومانو هم سرپه نه کوي او زده کړو ته یې نه پرېږدي، چې دا موږ ټولو ته ډېر دردناک ګواښ کېدلی شي.”کرزي له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دوه مخی سیاست پرېږدي او صادقانه مبارزه وکړي:”موږ باید په صادقانه ډول دا ومنو چې ترهګري زموږ په سیمه کې د داسې پټن ځایونو او تسهیلاتو لرونکې ده چې د سیمې د دولتونو له ګډې صادقانه مبارزې پرته د هغه د له منځه وړلو په لاره کې بریالیتوب ناشونی دی.” “حامد کرزي پر ګاونډيو هېوادونو ټینګ غږ وکړ، چې افغانستان ته د ترهګرو د اوښتو په مخنیوي کې صادقانه کار وکړي، او د هغوی د روزنې او سمبالونې مرکزونه ویجاړ کړي.”حامد کرزي وویل چې ”په افغانستان کې پر فعالو تروریستي ډلو سربېره، د القاعدې، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د پاکستان د طالبانو تحریک (تي تي پي)، د شرقي ترکستان جنبش او د چیچن د تروریستانو په څېر نړیوال تروریستي سازمانونه له څو کلونو راهیسې زموږ په سیمه کې شتون لري، روزل کېږي او په ورانوونکو فعالیتونو لاس پورې کوي.”حامد کرزي وویل، هېواد یې تر خپله وسه هڅه کوي چې ګاونډیانو ته د ترهګرو د ورڅکېدو مخه ونیسي، همدا ده چې په وینا یې افغانانو د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو ډېرې قربانۍ وکړې دي، چې ګاونډيان یې باید وستايي.دغه افغان چارواکي پر ګاونډيو هېوادونو ټینګ غږ وکړ، چې افغانستان ته د ترهګرو د اوښتو په مخنیوي کې صادقانه کار وکړي، او د هغوی د روزنې او سمبالونې مرکزونه ویجاړ کړي.که څه هم حامد کرزي په زغرده د پاکستان نوم وانخیست، خو وړاندې افغان چارواکو پر پاکستان څو ځلې غږ کړی، چې پخپله خاوره کې د ترهګرو روزنیز مرکزونه له منځه یوسي، خو پاکستان بیا پخپله خاوره کې د ترهګریزو مرکزونو له شتون انکار کوي.