کور / سياسي / افغانستان او ۲۰۱۴ میلادي کال

افغانستان او ۲۰۱۴ میلادي کال

امین باوري – بروکسل
د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۱۶
د افغانستان سیاسي ، اقتصادي او امنیتي اوسني حالاتو منځ ته راتګ د څو کړیو ، څو طرفونو او ډیرو لاسوهنو نتیجه ده . د نړۍ د زبرځواک او ورسره مله ملګرو په افغانستان او سیمه کي اقتصادي ، استخباراتي نظامي ګټي، د سیمي د هیوادونو استخباراتي کړیو نامشروع ګټي ، د ګاونډیانو له شرمه پرته مداخله او دوی ته وفاداري او مزدوري ډلي ، په دننه کي د افراطي ایډیالوژی تسلط ، د همدی ایدیالوژۍ د پلویانو د فاسد نظام بې نظمي او نور ډیر علتونه دي چي دا اوسنی حالت یی زیږولی دی.
د دی سره سره چي اوسنۍ بدامنۍ د ګاونډویو هیوادونو د مشخصو استخباراتي کړیو له خوا رهبري او تمویلیږي خو په دننه کي هم د جنګسالارانو داسي کړۍ سته چي د امن خرابوالۍ دوی ته ګټه رسوي او د خپل ژوند په قیمت د دی بدامنیو ساتونکي دي .
د افغانستان په معاصر تاریخ کي د سیاسي ، اقتصادي او اجتماعي ناخوالو د اصلاح په خاطر افغان روڼ اندي په یوازي ډول او یا د یوه ګوندي تشکیل او نوم لاندي سره راټول سوي دي . دی ګوندونو د وخت حالات په ډیره ځیرکتیا څارلي او بیا یی عمل کړی دۍ .
اوس چي په افغانستان کي د نظر او ایدیالوژۍ د بیان ازادي هم ده ، لازمه ده چي د یوه داسي اتحاد بنسټ کښیښودل سي تر څو د افغانستان ټول ملي او بادرده ګوندونه ، ملي کلتوري ټولني او ملي اشخاص په کښي راټول او د دوه زره څوارلسم ټولټاکنو ته یو ښاغلی ، ملي او بادرده افغان کاندید ، او بیا یی په خپل ټول توان د بري تر کچي حمایه کړي .
دا اوس تر لمر روښانه ده چي په یوازي ډول هیڅ یو ګوند د خپل کاندید بری نه سي تضمینولای خو که ټوله ملي ګوندونه د یوه چتر او نوم لاندي د یوه واحد کاندید ملاتړ وکړي ، دا اتحاد بری حتمي کولای سي او افغان اولس له راتلونکي پیښیدونکي فاجعی څخه ژغورلای سي .
د افغانستان په اوسنۍ سیاسي چاپیریال کي ، سته داسي ګوندونه چي د خپل اولس د خیر او ښیګڼي په خاطر ایجاد سوي او مبارزه کوي خو حالاتو د ښه پرمختګ چانس نه دی ورکړی . همداشان افغاني سیاسي او کلتوري چاپیریال داسي ملي او خواخوږي پوهان لري چي د دی اولس حق باید ادا کړي .
د افغانستان خواخوږي ، ملي شاعر او لیکوال ښاغلي عبدالباري جهاني هڅي پیل کړي تر څو افغانستان د یو داسي لویی غمیزي ډنډ ته خطا نه سي چي بیا یی نسلونه نسلونه له دی غمیزي د رایستلو توان ونه لري . د ښاغلي عبدالباري جهاني هڅي د ستایلو او پاللو دي . جهاني صیب ته د افغانانو د راټولولو او د یوه ملي رهبر په غوره کولو کي بری غواړم او ملاتړی یی یم .