ميدان وردگ: د ميدان وردگ ولايت د نرخ ولسوال محمد حنيف حنيفي څرگنده کړې ده چې د نوي والي عبدالمجيد خوږياڼي په راتگ به د ميدان وردگ ولايت امنيتي او اداري چارې پرمختگ وکړي. نوموړى په کورني او سياسي لحاظ ځانگړې تجربه لري او کولاى شي، چې د ولايت چارې په ښه توگه پرمخ يوسي. د نرخ ولسوال له لربر سره په مرکه کې په نوي والي د باور څرگندونه وکړه او ويې ويل چې د نوموړي په راتگ سره به د مخالفينو سره د سولې بهير هم چټک کړى شي او د بيا رغونې چارو ته به ځانگړې پاملرنه وکړي او هغه چارې چې د تېر والي څخه نيمگړې پاتې هغه به هم د دې په راتگ سره بشپړې کړې شي. نوموړي وويل چې نوى والي په خپله وينا کې د ولسونو د يووالي او همآهنگۍ د کار د چټکتيا هوډ څرگند کړى.