خالقه دادي دازميښت نښه ده
چي کله ښاد کله غمګين اوسيږم
ګاهي غمي غوندي په مټ کي ځاي سم
خوکله غيږه کي هم نه ځاييږم
18-4-08 دوحمه ناحيه کندهار
کابل په کاڼو ولي
دا نن چي مي جانان مخکي دبل په کاڼو ولي
پردي نه ګيله نسته چي مي خپل په کاڼو ولي
د ورور غوندي زړګي ته چي راتير مي و ګڼلۍ
نن هغه نږدي دوست مي په هر ځل په کاڼو ولي
چي ورځ مو په زوال سوه ماښامونو ته مو مخ سو
خزان ظالم راغلۍ دۍ هر ګل په کاڼو ولي
هيواد غوندي زخمي زخمي سور رنګ مي دى خپل کړى
پدي چي نن مو خپل انګړ کښي بل په کاڼو ولي
دهر چاچي په وسه وي هغومره کړي ظلمونه
قاتل دي وس چي ورسي کابل په کاڼو ولي
زما روحاني زړه به نو بيا څنګه پر کرار سي
تن خو مي لا پريږده چي مي پل په کاڼو ړلي