کور / تازه خبرونه / ترهګرۍ پاکستان هم کندي ته ور ټېل وهلی دئ ورځپاڼي

ترهګرۍ پاکستان هم کندي ته ور ټېل وهلی دئ ورځپاڼي

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د سولې د روانو هلو ځلو په اړه تبصره کړې، چې سرلیک یې دی سوله او ملي یووالی د هر افغان ارمان دی.

د سرمقالې لیکوال په کابل کې د ختیزو ولایتونو د قومونو د شورا پرونۍ غونډې ته اشاره کړې اولیکلي یې دي؛ په دې غونډه کې ټولو ویناوالو په دوو ټکو موافق وو.

یو دا چې افغان ولس سوله غواړي او روانه جګړې چې په هر نامه ده یوه دسیسه بولي او بل دا چې افغانستان د ټولو قومونو شریک کور دی.

ویسا لیکلي، نن چې افغانستان هم له نړیوالو قدرتونو او هم له ګاونډیو نهیلي دی؛ بایده ده، د قومي مشرانو او مخورو له لارې د بین الافغاني تفاهم دروازې پرانستل شي.

ماندګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د پاکستان سیاسي او مذهبي مشرانو ته د ولسمشر حامد کرزي د لیکونو د استولو مساله څیړلې.

ماندګار لیکلي، دغه لیکونه به د افغانستان پر ضد د پاکستان په پلانونو کې د ستنې د نوک په څیر بدلون هم راونشي وستلای.

ورخپاڼې لیکلي، ممکن د ولسمشر کرزي سلاکار له دې لیکونو څخه د سولې د مذاکراتو د پیل او یا هم د پاکستان د مرستې د جلبولو لپاره د یوې هڅې انتباه وکړي، خو په عمل کې هیڅ منطق په کې نشته.

ماندګار لیکلي، افغان دولت په خپلو ټولو هلو ځلو سره یوازې دومره ونه شوای کړای، چې د پاکستان له خاورې په کونړ او ځینو نورو سرحدي سیمو د پاکستان د راکټي حملو مخه ونیسي.

هیواد ورځپاڼې هم په همدې مسالې خپله سرمقاله لیکلې.

په سرمقالې کې راغلي، څرګنده ده، چې پاکستان به د تل په شان دا ځل هم د افغانستان غږ وانه وري، خو په دې هم باید پوه شي چې ترهګرۍ پاکستان هم کندې ته ور ټیل وهلی دی.

هیواد لیکلي د پاکستان مذهبي او سیاسي مشران باید دا په خلاصو غوږونو واوري چې نور د افغانستان د جګړې په دوام کې یې نورې ګټې پای ته رسیدلي دي.

ورخپاڼې لیکلي پاکستان ته یوازینۍ لار دا پاتې ده چې د افغانستان په سوله او ثبات کې خپله سوله او ثبات ولټوي.

ملي باور ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان د مشرانو جرګې د یوه غړي نظر راخیستی چې وايي، د ملاله یوسفزۍ پر پيښه پراخ غبرګونونه په پاکستان کې د پوځي عملیاتو زیری ورکوي.

په مطلب کې د پاکستان د یوه مذهبي مشر مولانا سمیع الحق نظر هم راخیستل شوی چې وايي، په دې پيښه کې دې د اسلامي ډلو پر ضد کار وانخستل شي.

ملي باور د خپل لومړي مخ په یوه بل مطلب کې د یوناما د مشر یان کوبش نظر راخیستی چې وايي، پر افغان خاوره د پاکستانيو بریدونو مسئله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته استول شوې ده.

د ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي په پروان کې د جمهور رئیس د دویم مرستیال کریم خلیلي د ساتوونکو پر کاروان حمله وشوه.