کور / راپور / د دوه شعرونه دوه نثرونه سيالي پيل سوه

د دوه شعرونه دوه نثرونه سيالي پيل سوه

بلخ ادبي خوځښت: د ( دوه شعرونه – دوه نثرونه) سياليو لړۍ پيل شوه.

په بلخ کې د پښتنو شاعرانو او ليکوالانو تر منځ د سالمې سيالۍ په موخه په دغه ولايت کې د بلخ ادبي خوځښت لخوا د ( دوه شعرونه – دوه نثرونه) په نوم د سيالۍ دوه مياشتنۍ لړۍ پيل شوه.

د دغې لړۍ لومړنۍ مشاعره د ميزان د مياشتې په ۲۲مه نېټه د بلخ ادبي خوځښت په مرکزي دېره کې ترسره شوه، چې په پايله کې د لسګونو شاعرانو له ډلې څخه دوه غوره شعرونو ته د ډاليو تر څنګ ستاينليکونه ورکړل شول.

غونډه د جمعې په ورځ سهار ۹ بجې پيل او د غرمې تر ۱۲ بجو يې دوام وکړ. په مشاعره کې بلخي فرهنګيانو، د بهيرونو غړو او د پوهنتون محصلينو ګډون کړی وو.

په سيالۍ کې د داورۍ لپاره، عبدالوهاب بازيد، جاويد واک او غلام علي ملکزی د حکمانو په توګه وټاکل شول.

د غونډې په پيل کې د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي غلام رسول ملکزي، ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او د بلخ ادبي خوځښت پر هڅو يې رڼا واچوله.

ملکزي د شمال جرګې له مشرانو څخه مننه وکړه، چې په بلخ کې د پښتنو فرهنګيانو ملاتړي دي او وخت ناوخت يې د دوی لاسنيوی کړی.

هغه زياته کړه، چې خوځښت تل په دې هڅه کې دی، چې له نويو لارو چارو څخه د ادب د پياوړتيا په موخه کار واخلي.

ورپسې د ( دوه شعرونه – دوه نثرونه) لړۍ په اړه د مالوماتو ورکولو په موخه جاويد واک ته بلنه ورکړل شوه.

واک د دغې سياليزې لړۍ موخه د فرهنګيانو تر منځ د سالم رقابت رامنځته کول وبلل او زياته يې کړه، چې په دې ډول به نوي شاعران او ليکوالان تشويق شي، چې د ادب په برخه کې پنځونې وکړي.

هغه وويل: ( دوه شعرونه – دوه نثرونه) سيالي به په هرو دوه مياشتو کې يول ځل ترسره کېږي، چې يو ځل به دوه غوره شعرونو او بل ځل به دوه غوره نثرونو ته د ډاليو تر څنګ ستاينليکونه ورکول کېږي.

واک له ټولو فرهنګيانو مننه وکړه، چې په ننۍ غونډه کې يې ګډون ورسره کړی او زياته يې کړه، چې دوی به د شعرونو له منځ څخه غوره شعرونه ټاکي او ستاينليک به ورکول کېږي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې زمونږ راتلونکي غونډه د نثر په اړه ده او له ليکوالانو يې غوښتنه وکړه، چې له غونډې څخه لس ورځې وړاندې دې خپل نثرونه د خوځښت ملګرو ته وسپاري.

وروسته د سيالۍ مشاعره پيل شوه، چې په لسګونه شاعرانو د ډالۍ او ستاينليک اخيستو په موخه پکې خپل شعرونه ولوستل.

د غونډې په پاي کې د داورانو لخوا دوه غوره شعرونه وټاکل شول. په ننۍ مشاعره کې د عبداللطيف هجران شعر لومړی مقام او د ذبيح الله ځيرک شعر دويم مقام خپل کړ، چې دواړو ته ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شول.

د حکمانو په استازيتوب، عبدالوهاب بازيد ګډونوالو ته خبرې وکړې. هغه وويل چې د شعر په ټاکلو کې يې معيار په پام کې نيولی او هغه شعرونو ته يې لومړی او دويم مقام ورکړی، چې له نورو څخه په لوړه کچه ليکل شوي وو.

هغه زياته کړه چې هغه شاعران چې شعرونو يې دا ځل لومړی يا دويم مقام نه دی ګټلی، ناهيلې کېږي دې نه، بلکې په راتلونکو سياليو کې دې هڅه وکړي چې ښه شی وليکي.

د غونډې په پای کې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې مشر حاجي عبدالستار اسحاقزي ځوانانو ته په خپله وينا کې وويل، چې مونږ پر تاسو وياړو او ډاډ در کوو چې په هر قدم کې به ستاسو مشران له تاسې سره مله پاتې شي.

هغه وويل ادبي فعاليتونه د يوه ملت د هويت د ژوندي ساتلو ضمانت کوي، نو دا د يو ژبې په ځوانانو پورې تړاولري چې تر کومه حده د خپلې ژبې په حفاظت کې رول لوبولی شي.

د يادونې وړ ده، چې کابو دوه کاله وړاندې د ( درې غوره شعرونه) په نوم د بلخ ادبي خوځښت لخوا ورته سيالۍ پيل شوې وه، خو له تېرو لسو مياشتو راهيسې په ولسواليو کې د ځينو امنيتي او په ښار کې د تخنيکي ستونزو له امله ځنډول شوې وه، خو د سيالۍ دا نوې لړۍ د تېر له هغې سره په يو څه توپير پيل شوه، چې وروسته له دې به د شعر تر څنګ غوره نثرونه هم ټاکل کېږي.

(له خدمتګار ورځپاڼې څخه په مننه)