کور / راپور / بلجيم:ناحيو ته د ښاروال او ولايتونو ته د وکيلانو ټاکني

بلجيم:ناحيو ته د ښاروال او ولايتونو ته د وکيلانو ټاکني

په بلجیم هیواد کي نن د ۲۰۱۲ عیسوي کال د اکتوبر ۱۴ نیټه ، ناحیو ته د ښاروال او د ولایتونو د وکیلانو ټاکني تر سره سوې :
بلجیم په غربي اروپا کي د ۳۰۵۲۸ متره مربع په مساحت ، د۱۱۰۴۱۲۶۶ په تعداد نفوس ، فدرالي مشروطه شاهي نظام ، دري قومه او دری ژبي ( نیدرلند ژبي ، فرانسوي ژبي ، الماني ژبي ) او درو زونونو ( فلما ، والوني ، بروکسل ) څخه جوړ هیواد دی ،۱۱ ولایتونه یی د ۵۸۹ ناحیوو څخه تشکیلیږي .
د نن په ټاکنو کي د فلما د ټول زون( پنځه ولایتونه) چي مرکز یی انتورپن دی ، په سلو کي ۳۸ رایی چي تر ټولو ډیري رایی شمیرل کیږي د ( ان وې ا ) نوي فلما اتحاد ، خپلي کړي دي .
د فلما زون په پنځو ولایتونو کي :
۱ / انتورپن :
( ان وی ا ، نوی فلما اتحاد ) ۳۵،۸۷ په ۱۰۰ کي .
( ث دی وی ، د فلمایانو عیسوي دموکراتیک ګوند ) ۱۶،۸ په ۱۰۰ کي
( اس پ ا ، د ټولو سوسیالیست ګوند ) ۱۲،۸ په ۱۰۰ کي .
۲ / برابانت فلما :
نوی فلما اتحاد : ۲۵،۷۵ په ۱۰۰ کي .
د فلمایانو عیسوي دموکراتیک ګوند : ۱۹،۴ په ۱۰۰ کي .
(اوپن وی ال دی ) د فلما خپلواک دیموکراتیک ګوند : ۱۶،۹ په ۱۰۰ کي .
۳ / شرقي فلما :
نوی فلما اتحاد :۲۵،۷۷ په ۱۰۰ کي .
د فلمایانو عیسوي دموکراتیک ګوند : ۱۹،۴ په ۱۰۰ کي .
د فلما خپلواک دموکراتیک ګوند : ۱۹،۴ په ۱۰۰ کي .
۴ / لویدیځه فلما :
د فلمایانو عیسوي دموکراتیک ګوند : ۲۷،۶ په ۱۰۰ کي .
د فلما نوی اتحاد : ۲۵،۳ په ۱۰۰ کي .
د ټولو سوسیالیست ګوند : ۱۵،۸ په ۱۰۰ کي .
۵ / لیمبورګ :
د فلمایانو عیسوي دموکراتیک ګوند : ۲۷،۴۹ په ۱۰۰ کي .
د فلما نوی اتحاد : ۲۶،۱ په ۱۰۰ کي .
شنه او سوسیالیست ګوند : ۲۰،۱ په ۱۰۰ کي .

د والوني زون په پنځو ولایتونو کي :
۱ / برابانت والوني :
( م ار ، اصلاحي حرکت ) ۴۴،۳۳ په ۱۰۰ کي .
( پی ایس ، سوسیالیست ګوند) ۱۵،۳۵ په ۱۰۰ کي .
( ایکولو ، د شنو ګوند ) ۱۶،۸۸ په ۱۰۰ کي .
۲ / هینو :
سوسیالیست ګوند : ۳۹،۴۳ په ۱۰۰ کي .
اصلاحي حرکت : ۲۳،۴۲ په ۱۰۰ کي .
( ث ډ ایچ ، د بشر دموکراتیک مرکز ) ۱۴،۵۵ په ۱۰۰ کي .
۳ / لوکزامبورګ ( د بلجیم )
د بشر دموکراتیک مرکز : ۳۵، ۲۸ په ۱۰۰ کي .
اصلاحي حرکت : ۲۶،۰۱ په ۱۰۰ کي .
سوسیالیست ګوند : ۲۳،۰۱ په ۱۰۰ کي .
۴ / لییژ :
اصلاحي حرکت : ۳۶،۰۱ په ۱۰۰ کي .
سوسیالیست ګوند : ۳۳،۹۱ په ۱۰۰ کي .
د بشر دموکراتیک مرکز : ۱۴،۲۹ په ۱۰۰ کي .
۵ / نامؤر :
اصلاحي حرکت : ۲۸،۸۷ په ۱۰۰ کي .
سوسیالیست ګوند : ۲۸،۲۷ په ۱۰۰ کي .
د بشر دموکراتیک مرکز :۲۰،۰۹ په ۱۰۰ کي .

د بروکسل پلازمینه ، په زون کي :
د بروکسل ښار د بلجیم هیواد او اروپایی اتحادیی پلازمینه ده . ۱۶۱،۳۸ کیلو میتر مربع مساحت ، ۱۱۵۰۶۹۲ نفوس او ۱۹ ناحیی لري .
د پرون ورځي په ټاکنو کي د بروکسل پلازمیني رای شمیرنه :
سوسیالیست ګوند : ۲۹،۱ په سلو کي .
د عیسویانو دموکراتیک ګوند : ۱۸ په سلو کي .
اصلاحي حرکت : ۱۷،۹ په سلو کي .
د پرون ټاکني د پولیسو د راپور پر اساس په ډیر ښه شان ترسره سوي دي ، هیځ داسي واقعه چي ټاکني دي اخلال کړي نه ده ثبت سوی .
په دی هیله چي زموږ د ګران هیواد افغانستان خلګ هم داسي وړتیا خپله کړي تر څو د خپل سیاسي ژوند واګي خپلو ریښتینو استازو ته په لاس ورکړي .