کور / تازه خبرونه / خوست : د پوليو ضد کمپيان پيل سو

خوست : د پوليو ضد کمپيان پيل سو

د خوست ولايت د عامي روغتیا ریاست مسئولين وايي چي د درو ورځو په جريان کي به د دې ولايت په ټولو اولسواليو کي د کوچنيانو د ګوزڼ په وړاندي کمپاين پلى کړى او شااخوا دوو لکه کوچنيان واکسي کړل سي .
مسئولين وايي چي دا کار ئې د اتو سوو کسانو په وسيله پيل کړى او په يادو ورځو کي به ئې پاى ته ورسوي.
مسئولين وايي چي دا کمپاين ئې د هغو کوچنيانو له پاره پيل کړى چي عمرونه ئې تر پنځو کلونو کم وي.
مسئولين همدا ډول زياتوي چي په دې ولايت کي ئې د کوچنيانو د فلجېدو يوشمېر پېښي ليدلي او ژر ئې پر خلاف کمپاين پيل کړى.
د يادوني وړ ده چي دا کمپيان په کندهار او هلمند ولايتونو کي هم پيل سوى .