ملګرو ملتونو د هیوادونو ترمنځ د منازعاتو د مخنیوي لپاره یو شمیر قوانین وضع کړي غړي هیوادونه ملزم دي چې دا قوانین رعایت کړی.
ددې قوانینو پر بنسټ د نړۍ هیوادونه نباید یود بل پرخاوره تیری وکړي او یا یو دبل پر وړاندې د منازعاتو او ستونزو دحل په موخه له زور څخه کار واخلي، هیڅ هیواد حق نلري چې د بل هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي له ګواښ سره مخامخ کړي، دا هغه قوانین دي چې د ملګرو ملتونو د تشکیل بنسټ ګڼل کیږی، په ټولیزه توګه د ملګرو ملتونو د سازمان موخه داده چې په نړۍ کې د هیوادونو ترمنځ سوله او امنیت تآمین کړي له همدې کبله د ملګرو ملتونو ټول مبادي او قوانین لدې اصل سره چې امنیت دی تړاو لري.
داچې د تاریخ په اوږدو کې د هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او ګڼو وجوهاتو له کبله ستونزې رامنځته شوی او را منځته کیږي دې ستونزو کله هیوادونه او ولسونه د جنګ تر بریده هم رسولي له همدې کبله نړیوال قوانین رامنځته شوي. ددې لپاره چې د جنګونو مخه ونیول شي او په نړۍ کې امن رامنځته شي نړیوال قانون دلاندې مراتبو سپارښتنه کړې:
۱: په سولییز شکل د منازعاتو حل:
کله چي د هیوادونو ترمنځ ستونزې د مختلفو دلایلو له کبله رامنځته کیږي د ملګرو ملتونو میثاق سولییز حل ته د رسیدو لپاره د خبرواترو، منځګرتوب، تحکیم، قضایي حل، سیمیزو سازمانونو ته مراجعه او داسې نورو لارو چارو سپارښتنه کوي او ددې سپارښتنو په رعایت سره د هیوادونو ترمنځ د جنګ او بربادۍ مخه نیول کیدی شي.
۲: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا:
کله چې هیوادونه پخپلو مینځو کې د منازعاتو او ستونزو په سولییز حل او لارو چارو کې پاتې راشي پدې حالت کې هیوادونه حق لري چې د سولییز حل لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته مراجعه وکړي، نوموړې شورا دنده لري چې ددې هیوادونو ترمنځ اختلافي موضوعات او ستونزې و څیړي او ورته د حل لارې چارې ولټوي، که د ښکیلو هیوادونو لخوا د منازعاتو د حل لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته مراجعه ونشی د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو سرمنشي هم کولی شي چې د امنیت شورا ته د موضوع د بحث وړاندیز وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پراخ صلاحیتونه لري کله چې د هیوادونو ترمنځ مسایل په سولییز شکل حل او فصل نشي د یو هیواد لخوا پر بل هیواد تیری وشي او دا تیری د نړۍ امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي پدې حالت کې دملګرو ملتونو د امنیت شورا کولی شي چې دتیري کوونکي هیواد پر وړاندې له زور څخه هم کار واخلي.
د نړیوالو قوانینو له مخې کله چې د هیوادونو ترمنځ مسایل په پورته دوو لارو حل او فصل نشي دریمه لار هم شتون لري چې ورڅخه یو هیواد له خپل حریم څخه ددفاع په خاطر کار آخیستی شي چې عبارت دی د شرعي دفاع له حق څخه.
۳: د هیواد له حریم څخه د شرعي دفاع حق:
دا هغه یواځینئ استثنایي حالت دی چې د نړیوال قانون له مخې یو هیواد کولی شي چې پر حریم باندې یې د تیري د مخنیوي لپاره زور وکاروي او د شرعي دفاع دحق څخه کار واخلي، د شرعي دفاع حق مفهوم د تیري کوونکي هیواد پر وړاندې رد فعل دی، کله چی د یو هیواد له خوا پر بل هیواد تیری وشي هغه هیواد چې تیری پرې شوي وي د نړیوالو قوانینو پر بنسټ له خپلې خاورې څخه د شرعي دفاع حق کارولی شی او د تیري کوونکی هیواد پر وړاندې په ورته اقدام لاس پورې کولی شي دا ډول دفاع کولو ته وقایوی جګړه هم وایي.
ددې لپاره چی لدې استثنا (شرعی دفاع حق) له کارولو څخه هیوادونه ناوړه ګټه وانه خلي نړیوال قانون پدې هکله یو شمیر شروط وضع کړي.
د لزوم شرط : پدې معنی هغه هیواد چې پر حریم یې تیری شوی وي له ځان څخه ددفاع لپاره له زور کارولو پرته بله لار ونلري یا له زور کارولو پرته بل د حل لاره وجود ونلري.
د تناسب شرط: د شرعي دفاع د حق څخه د کار اخیستلو پرمهال باید تناسب په نظر کې ونیول شي یعنی غبرګون باید په هغه کچه وي چی د تیري مخه ونیسي نه داچې د تیري کوونکي هیواد حریم ته قواوي یا عسکر ورداخل کړل شي، هغه هیواد چی تیری پرې شوي وي یواځې په ورته عمل لاس پورې کولی شي.
داچې د هیواد ختیځ ولایتونه له کابو دوه کلونو راهیسې تر بې رحمانه تیري لاندې دي او له کبله یې سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پریښودو ته اړ کړل شوې دي او په لسګونو وګړي مو ټپیان او شهیدان شوي دي په هیواد کې د نظام دنده او مسؤلیت دي چې د یوې پیاوړې ستراتیژی له مخې د نړیوال قانون په رڼا کې د هیواد له حریم څخه ددفاع کولو لپاره زر تر زره لاس په کار شي. په اوسنیو شرایطو کې نظام ددې تیري د مخنیوي لپاره د حل لاندې دری لارې په مخ کې لري.
۱: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په جدي شکل ددې موضوع وړاندې کول:
دبهرنیو چارو وزارت دنده لري چې دا موضوع د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په جدي شکل وړاندې کړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خپل مسؤلیت او مکلفیت له مخې د دیپلوماتیکو هڅو له لارې مجبور کړل شي ترڅو پدې هکله مداخله وکړي دا تیری وغندي او د مخنیوي لپاره یې ګام پورته کړي.
۲: په هیواد کې د نړیوال ایتلاف سره د ریښتینې همغږی رامنځته کول:
نظام باید د هیواد پداخل کې د یوې پیاوړې ستراتیژی له مخې د نړیوالو ځواکونو سره ريښتینې همغږي رامنځته کړي او بلآخره نړیوال ځواکونه دې ته مجبور کړل شي چې د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره یوځای لاس په کار شي او ددې تیري مخه ونیسي او د امریکې متحده آیالات چې د نړیوالو ځواکونو مشري هم په غاړه لري باید د افغانستان سره دخپل ستراتیژیک تړون مشروعیت په اثبات ورسوي.
۳: د شرعي دفاع حق کارول:
که نظام د پورته دوو لارو له کارولو سره بیاهم ددې تیري په مخنیوي کې پاتې راغی زر تر زره باید ریښتینې لویه جرګه راوغوښتل شي او له مشورو وروسته د پر افغانانو غږ وکړي چې د نړیوال قانون له غوښتنې سره سم د هیواد له حریم څخه د شرعي دفاع له حق څخه کار واخلي او ددې تیري مخه د یو داسې تاریخي اقدام له مخې ونیسي چې بیا هیڅوک هم پردې خاوره د تیری کولو جرآت ونکړی او دا اقدام هلته ممکن کیدی شي چې ټول ملت دهیواد د لوړو ګټو د تآمین لپاره سره یو لاس او یو موټی شي.
د یو آباد او سرلوړي افغانستان په هیله
محمدعثمان کامران