کندهار افغانستان- د هيواد د نورو زونونو په شان په سهيل کي هم نن د پوليو ناروغۍ پر ضد درې ورځنۍ د واکسين کمپاين رسماً پيل سو.
دغه کمپاين نن سهار د کندهار ولايت مقام کي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا او يو شمېر نورو روغتيا پالانو لخوا درې تنو ماشومانو ته د واکسين د دوو څاڅکو په ورکولو سره پيل سو.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د کمپاين د پرانستني پرمهال له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي په روان زېږديز کال کي تر دې دمه د هيواد په کچه ټولټال ٢٤ د پوليو مثبتي پيښي ثبت سوي ١٦ يې په سهيلي حوزه کي دي او دغه ارقام ددې حوزې لپاره ښه زېرى نه دى.
نوموړي زياته کړه چي د ټولني هر فرد مسؤليت لري څو د پوليو د نه رغېدونکي خو د وقايې وړ مرض پر وړاندي خپله اسلامي او انساني وجيبه او فريضه سرته ورسوي او ددې مرض ريښي وباسي.
هغه پر وسلوالو مخالفينو هم ږغ وکړى چي د حوزې په هغو سيمو کي چي امنيتي حالت پکښي څه ناڅه څپ څپانده دى هم روغتيا پالانو او رضاکارانو ته اجازه ورکړې چي دغه واکسين تطبيق کړي.
کندهار والي نن يادونه وکړه چي د پوليو وايروس د له منځه وړلو لپاره بايد هم ولايتي، هم ملي او هم منطقوي هڅه وسي ځکه په خبره يې چي دغه مرض چي هر ځاى وي کولاى سي نورو سيمو ته انتقال سي.
ددغه درې ورځني کمپاين په ترڅ کي به د سهيلي حوزې په څلورو ولايتونو کي ١٣٦٥٠٠٠ زره هغه ماشومان چي عمرونه يې تر پنځو کالو کم وي واکسين کړل سي او له دې ډلي ١٢٢٩٠٠٠ ته به يې د ويټامين اې واکسين هم ورکړل سي.
د نني کمپاين تر پيل مخکي د خلکو د پوهاوي سطحي د لوړلو لپاره يو جامع کمپاين پيل سوى دى چي په ترڅ کي يې د بيلا بيلو لارو او رودو څخه په استفاده تر خلکو پوري ددې واکسين په باب ګټور معلومات ورسول سول.
د عامه پوهاوي په دغه کمپاين کي په کندهار ښار او ولسواليو کي ١٢٥٠ بېنرونه او ١٧٠٠ پوسټرونه پر بيلا بيلو موقيعتونو باندي ځړول سوي وه څو د خلکو د معلوماتو کچه لوړه کړي.
د پوليو ضد واکسين ورکولو په دې درې ورځني کمپاين کي دغه دځل ١١١٢٠ تنه روغتيايي کارکوونکي برخه لري چي وظيفه يې عامه پوهاوى او همداراز تر ټولو هغو کوچنيانو چي عمرونه يې تر پنځو کالو کم وي د واکسين رسول دي.