کندهار افغانستان- نن غرمه يوولس بجې د کندهار په سرحدي ولسوالي معروف کي ځانمرګي بريد ٤ تنه وژلي او درې تنه نور يې زخميان کړي دي.
ځانمرګى بريد کوونکى چي پلى و د معروف ولسوالۍ د ملي امنيت مديريت سره نژدې په لومړي امنيتي کمربند کي ځان ته چاودنه ورکړې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
په نني ځانمرګي بريد کي وژل سوي او زخميان ټول د معروف ولسوالۍ د امنيت مديريت سربازان ول، زخميان د درملني لپاره روغتون ته لېږدول سوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
په دغه چاودنه کي ځانمرګى بريد کوونکى هم په مکمله توګه له منځه تللى ولي په سيمه کي د پلټني ټيمونه کار کوي چي اسناد او شواهد په لاس راوړي او د بريدګر مليت تشخيص کړي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلى او وايي چي بريد د دوى يو تن ملګري عبدالجبار چي د کندهار ښار اوسېدونکى دئ کړى .
طالبان وايي چي دا بريد د يوه موټر سايکل په وسيله را منځ ته سوى او په پايله کي ئې لس تنه بهرنيان او يو افغان پوليس وژل سوي.