سوات :د سوات پر ۱۴ کلني ماشومي ملالي يوسفزۍ وسله وال بريد که يوې خوا ته د نړيوالو ادارو لخوا وغندل شو نو بلخوا په پاکستان کې بېلا بيلو سياسي ګوندونو، د بشري حقونو تنظيمونو او د مدني ټولنو د غړو لخوا په کلکو ټکو وغانده او په يوه خوله يې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ په ضد ږغ پورته کړی.د پاکستان په بېلا بيلو ښارونو کې که يوې خوا ته د دې پيښې په ضد لاريونونه راووتل نو بلخوا د جمعې په ورځ د دې هيواد په بېلا بلو ښارونو کې د ملالې د روغتيا لپاره ځانګړي دعاوې وشوې.(( دا د پښتون قتل دی، زموږ د لوڼو قتل دی، دا زموږ د تهذيب قتل دی، زموږ د کلتور قتل دی. دا يوه پېښه نه ده، څو ځله داسي پيښې وشوې. که اوس هم پښتون نه را پاڅېږي نو ډېر به ذليل شي))په پېښور کې د بشري حقونو مبارز اېمل خټک وايي چې پر تعليم او امن غوښتونکې ماشومي بريد په لومړي ځل خلک په پراخه کچه د ظلم او تيري په ضد ږغ پورته کولو ته راوپارول.((په اول ځا باندي موږ ګورو چې په دومره پراخه پيمانه باندي خلک لګيا دي او د دې بريد او د بريد د عاملينو په باره کې لګيا دي خبرې کوي او هغه غندي. تر دې مخکي په دومره لوی زړه او وسيع پیمانه باندي پر دې مسلو باندي بحث نه کېدی. که چيري مزاحمت هم کېدی نو د هغه پيښې او نورو ناوړه پيښو عاملينو ته به چا ګوته نه نيوله او که چا به غندنه هم وکړل نو په واضح ډول به يې نشوای کولای. نو زما په خيال دا اوس ډېر ښه پېشرفت دی. دا وضع چې روانه ده له دې نه خلک تنګ دي. خلک تعليم غواړي، استحکام غواړي او استقرار غواړي))د پاکستان په قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا کې د تيرو څو کلونو راهيسي د ترهګرۍ يو شمېر پيښې رامنځ ته شوي چې په زرګونه کسان يې له مېنځه وړي دي. په پېښور کې د امن تحريک په نامه د غورځنګ مشر ادريس کمال وايي چې که اوس هم پښتانه راونه پاڅېدل نو د لا زيات کړاوجن ژوند سره به مخاخ شي.( دا د پښتون قتل دی، زموږ د لوڼو قتل دی، دا زموږ د تهذيب قتل دی، زموږ د کلتور قتل دی. دا يوه پېښه نه ده، څو ځله داسي پيښې وشوې. که اوس هم پښتون نه را پاڅېږي نو ډېر به ذليل شي))پر ملالې يوسفزۍ د بريد پړه د پاکستان وسله والو طالبانو پخپله غاړه واخيسته. د پاکستان يو شمېر علماوو، سياستوالو او ولسي وګړو دا پېښه د اسلام، انسانيت او پښتونولۍ په ضد کام وبالی. خو دې هر څه ته په کتو سره اوس د ولس سترګې د پوځ پر لور دي چې د وسله والو طالبانو په ضد به څه ګام پورته کړي؟ د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر بريګيډير ريټايرډ اسد منير وايي چې دپاکستاني پوځ مشر دا ځل په ډاګه ويلي چې د ترهګرۍ په ضد به عمليات کوي او همدا مناسب وخت دی چې پوځي عمليات تر سره شي.((همدغه وخت دی او د پوځ سره خلک دي نو د دوی چې کوم آخرنی ځای دی شمالي وزيرستان، هلته به دوی ځي. د دې بله طريقه نشته. دوی نه قانون مني، نه آيين مني، او نه خبرې مني. هغوی وايي چې موږ به د جهاد له لارې دلته خپل شريعت راولو، چې کوم موږ ګڼو چې دا صحيح شريعت دی. نو دا وخت دی او د جواينټ چيفس آف سټاف کمېټۍ ميټينګ هم شوی دی نو زما خيال دی او داسي ښکاري چې پوځ به ورپسې ځي)په پاکستان کې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ په ضد د ګڼ شمېر کسانو لخوا د روان کمپېن محرک پر ملالې بريد دی. دا چې تر کومه به د ولس لخوا د وسله والو ډلو د پيښو په ضد د غندنې او د امن او تعليم د عام کولو ږغ په څرګند ډول پورته کيږي؟ اېمل خټک وايي دا ځل به دا مبارزه پر مخ ځي ځکه چې ورانکاري قوتونه ورځ په ورځ خپله اصلي څهره څرګندوي چې له امله يې د خلکو په زړونو کې د دوی په ضد کرکه زياتيږي.((موږ واضح فرق ګورو، يو خوا ته هغه قوتونه دي چې هغه په دې ملک کې د جمهوريت خبره کوي، د انساني حقوقو خبره کوي، په دې ملک کې د امن خبره کوي، د ترقۍ او سوکالۍ خبره کوي. او بل طرف ته هغه خلک دي چې هغه په زوره په خلکو باندي خپل پروګرامونه او اېجنډا تپي او داسي ناوړه کارونه کوي چې په نتيجه کې يې عام خلک وژل کيږي. نو د دې لپاره دا کومو خلکو چې څه نا څه آزادي تر لاسه کړې ده زما په خيال دا به وروسته نه ځي بلکې پر مخ به ځي او د هغې وجه دا ده چې ورانکاره قوتونه ورځ په ورځ افشا کيږي))پر ملالې يوسفزۍ د تيري نهي په ورځ په سوات کې وسله والو طالبانو هغه وخت بريد وکړی کله چې هغه په بس کې له ښوونځي څخه د خپل کور پر لور روانه وه. په پاکستان کې که څه هم په تيرو وختونو کې ډېری خلکو په واز کومي د سخت دريځۍ او ترهګرۍ د پيښو غندنه نشوای کولای خو پر ملالې يوسفزۍ تر وسله وال بريد وروسته يو شمېر نارينه او ښځينه پر لارو سړکونو او د رسنيو له لارې د پيښې په کلکه غندنه کوي او د عاملينو په ضد د کاروايي غوښتنه کوي.