پېنډۍ:د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو د شعبې یو مسوول تورن جنرال عاصم باجوه خبریالانو ته د ډاکټرانو له قوله وویل، چې د ملالې یوسفزۍ روغتیايي حالت په ښه کېدو دی.د نوموړي په خبره د ډاکټرانو یو پینل( ډله) به تر راتلونکو ۳۶ او یا ۴۸ ساعتونو پورې د ملالې د روغتیايي حالت د ښه کېدو څرنګوالی څاري.د ډاکټرانو د پینل په اړه نوموړي وویل، چې له پوځي او ملکي ډاکټرانو سره سره په کې دوه تنه بهرني ډاکټران هم شامل دي.له پاکستانه بهر ته د ملالې د لېږد په اړه نوموړي وویل، چې تر اوسه په دې اړه څه پرېکړه نه ده شوي.د باجوه په خبره د ملالې مور او پلار هم له هغې سره موجود دي، خو د امنیتي ملحوظاتو له کبله په نامعلوم ځای کې ساتل شوي دي.