په هرات ښار کې د لويديځ د مدني او ټولنيز بهير د همغږۍ په دوولسمه غونډه کي په هرات تلويزيون کي د پښتو ژبي د پراختيا تر څنګ پر يو شمېر مهمو فرهنګي مسايلو خبري وسوې .
په دې غونډه کې چې د لويديځ مېشتو مدني، ادبي او ټولنيزو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې او بحث وشو او د اړونده ورځنيو چارو د لا سمون لپاره لازمې پرېکړې وشوې. د غونډې عمده برخه د هرات د ملي ټلويزون په نشراتي چوکاټ کې د پښتو ژبې د ونډې او څرنګوالي په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه.
د غونډې په پای کې د هرات په ملي ټلويزون کې د پښتو خبري څانګې د غښتلي کولو لپاره د داوطلبو کسانو نوملړ برابر شو او پرېکړه وشوه چې هره ورځ به له پنځو تر لسو پورې کسان د ورځې څلور ساعته د پښتو خبري سرويس د برابرولو لپاره کار کوي او دا کار به تر هغه ادامه پيدا کړي، تر څو چې په رسمي ډول د دې ادارې له لوري د پښتو برخې لپاره اړين جوړښت نه وي برابر شوی.
په غونډه کې په اتفاق اسلام ورځپاڼه کې د پښتو ژبې د ليکنو نه شتون ته هم ګوته ونيول شوه او پرېکړه وشوه چې په دې او نورو ورته موضوعاتو کې به بهير لازم ګامونه پورته کوي. غونډه د دندو د وېش په اړه بحث او دعا پای ته ورسېده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه