کور / تازه خبرونه / اورکزۍ ايجنسۍ کې بمي چاؤدنې له امله ٢٨مړه اوټپيان

اورکزۍ ايجنسۍ کې بمي چاؤدنې له امله ٢٨مړه اوټپيان

اورکزۍ ايجنسۍ: په قبائيلي سيمه اورکزۍ ايجنسۍ کې دترسره شوې يوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه٨ کسان وژل شوي او ٢٠ نور ژوبل شوي دي.دسرچينو ترمخه دمسافرو يو گاډى دمشتي ميلې څخه په مرکزي اورکزو کې دکوزې اورکزۍ ايجنسۍ کلايه سيمې ته روان ؤ چې په حسن زۍ بازار کې پرې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه وشوه.دپوليټيکل انتظاميې چارواکو په دغه بمي چاؤدنه کې د٨ؤ کسانو دوژل کيدو او ٢٠ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى دى.چاؤدنه کې دوژل شوؤ ټولو کسانو تعلق دطالبانو دمخالفې قبيلې مشتي سره دى.ژوبل کسان دعلاج لپاره دکلايې روغتون ته رسول شوي دي ، چې پکې دزياترو حالت سخت ښودل شوى دى.ددغه بريد ذمه واري په سمدستي توگه چا په غاړه نۀ ده خستې ، خو چارواکي انديښنه څرگندوي کيدى شي دطالبانو ضد دريځ لرلو له امله دمشتي قبيلې غړي تندلارو په نخښه کړي وي. بل لوري ته دخيبرايجنسۍ لرې پرتې سيمې تيراه په بوقاړ علاقه کې دسړک دغاړې په يوه بږي چاؤدنه کې دامن لښکر يو غړى وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
.