دا ټولو ته څرګنده ده ، چې په وروستیو څه د پاسه پنځه دېرشو کلونو په موده کې د افغان ټولنې موجود منځنې پښت ( نسل) په هېواد کې د راولاړ شوو پېښو عېني شاهد پاتې شوې اوپه دې پیر کې د ټولو پېښو بشپړ انځور د وخت د مینه والو له خوا په پر له پسې توګه د بېلا بېلو رسنیزو وسایلو له لارې د هېواد او د نړۍ ګوډ ګوډ ته رسول شوې دې . او له دې درکه تر یو بریده ډېر حقایق راسپړل شوي او د ټولنو په واک کې د وګړو د پوهاوي له پاره ورکړل شوي دي . او د هرې پېښې اړوند شننې او څېړنې په خپل وخت د اړوندو کسانو له خوا وړاندې شوې دي . د یادې مودې په لمړیو کې ولیدل شول چې د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو افغانستان د افغانانو سره د کمک په پلمه ونیوه خو د ماتې سره مخ شول ،د امریکا متحده ایالاتو هم دارنګه و غوښتل خپل ځان په یوه بېله بڼه د تروریزم سره د مبارزې په نوم راڅرګند کړي ، خو ډېر وخت یې لا نه وو تېر شوې ، پوه شول ، چې په یواځې سر لکه چې دا وړۍ شړۍ نشي نو یې ژر تر ژره لکه اوبو چې څوک پسې اخستې وي او زګ ته لاس اچوي ، ناټو او ایساف ځواکونو په نومونو د ځان ملاتړي د مرستې لپاره راوغوښتل خو لکه څنګه چې ولیدل شول په دې تېرو یولسو کلونو کې د امنیت په راوستلو کې لکه څنګه چې یې له ځانه سره محاسبه کړې وه هدف پېیلې پایلې نه درلودلې نو د نورو لارو چارو په لټه کې شول چې څومره ژر وتوانیږي ددې خاورې نه خپلې پښې سپکې کړي . او آن تر دې په وېره کې دي چې د کومو لارو بیرته ووځي او د وتلو په مهال وېش باندې په خپلو کې سره یو ه خوله نه دي ، لاره ترې ورکه او همېشه ضدو نقیض وړاند وینې کوي . د ځان د خلاصون او د خپل ابرو ساتلو له پاره لارې چارې لټوي ، آن که د افغانستان د ځمکنۍ پشپړتیا په زیان هم وي . دلته او هلته پټ او ښکاره لکه څنګه چې ټولو ته جوته ده، د خپلو سناتورانو له لارو یې په یو غېر رسمی بڼه د یو شمېر افغان ډالر بازانو سره ناستې پاستې چې نه غواړم هغه تکرار کړم د یوې ښې او روښانه بېلګې په توګه ، چې د یوې نوې لوبې د رامېدان ته کېدو لپاره د یوه نوي ازماېښت په موخه تر سره شوې وې ، د یادولو وړ بولم . تر څو وکولای شي ، په دې سره د خپل امنیت ساتلو په بدل کې د نورو ځالې ویجاړې کړي . خو بې خبره له دې چې افغانان د هرې ورځې په تېرېدو سره د هر غلیم هر ګام چې د افغانستان د ملی ګټو سره په ټکر کې وي د نظر لاندې نیولې شي او د بد نېیتو د پوره پېژندلو وړتیا لري .
ټول په دې خبر دي ، چې د یونیم کار راهیسې ، هره ورځ د کونړ ولایت اړوند ځینو سرحدی ولسوالیو باندې د پاکستاني نظامیانو له خوا راکیټي بریدونه تر سره کیږي او د کونړ بې وځله وګړو ته پکې د ځاني او مالي تاوانونو سر بېره ، زیات شمېر کورنۍ یې د خپل کورونو پرېښودو او نورو خوندي سیموته ، چې هلته هم ښایی د ډاډ وړ خوندیتوب شتون ونه لري ، کډه کېدو ته اړ ایستلي کیږي . چې داد پاکستان د خپل ډول د نورو پراخو ورانکاریو تر څنګ یوه نوې غوندې لوبه ده . دا په داسې حال کې ، چې په هېواد کې د تروریزم سره د مبارزې په پلمه د نړۍ د یو زیات شمېر هیوادونو وسلوال ځواکونه د هېواد په هره برخه کې دیوو لسو کلونو زیات وخت راهیسې ځای پر ځای شوي او په دې وروستیو کې د همدغو بهرنیو هېوادونو د دولتونو سره یو لړ ستراتیژیک تړونونه چې د افغانانو خوندیتوب پکې هم ځای لري لاسلیک شوي دي . دا چې ولې د پاکستان له خوا په دې وروستیو شپږو میاشتو کې د کونړ ولایت اړوند ولسوالیو باندې ددې دومره بهرني نظامي ځواکونو د شتون سره سره د توغندیو ورولو اوپه دې وروستیوکې د ننګرهار ولایت اړوند ګوشتې ، لالپورې او مهمند درې ولسوالیو په خلکو باندې د خپلو کورونو نه یې د وتلو فشار زور اخستې دې ، یو څه فکر کول پکار دي . دا سې هم اسانه نه ده ، چې پاکستان دې په ډېره سادګۍ سره دا کار وکړي دلته دکوم بل پټ غوندې راز د شتون حدس وهل کېدای شي . دا کار د نړیوال ټولو نورمونو خلاف او د یو بل هېواد په حریم د سیده او بربنډ تیري ( تجاوز ) مانا لري . او که نور هم پسې ځیر او لږ څه وړاندې ولاړ شو ، ویلای شو ، چې دا په پراخه مانا په هغه هېوادونو باندې چې د ستراتیژیکو تړونونو په ژمنو کې ( افغان خوندیتوب ته ) صادق نه وي او یا پاته راغلی وي ، د ګوزار مانا هم لرلای شي . په هېواد کې دننه بهرنیو ځواکونو ته د معاصرې نظامي وسائلو پر مټ هر ګړۍ ددغه تیري ټول ابعاد معلومېدای شي او د بهرنیانو لپاره د نه پوهېدو هېڅ کوم دلیل نشته ، له بلې خوا افغان واکمنو هم د دوی په وېنا دا ستونزه له دوی یانې بهره نیانو سره شریکه کړې ده ، خو نه یواځې داچې غوږ ونه یې پرې نه دي ګرولي او بې خبري یې ښودلې ده ، بلکه د کرزې صیب د وړمې ورځې د وینا نه داسې څرګنده شوه چې ددې موضوع سره امریکایان هېڅ علاقه نه لري ( لر او بر ۴ / ۱۰ / ۲۰۱۲ ) . که چېرې نړیوال ددې فاجعی د مخنیوي لپاره په داسې حساس وخت کې د افغان ولس سره همغږي او خواخوږي و نه لري او دا موضوع جدي و نه نیسي په افغانستان کې به د نړیوالو حضور په واقعیت کې د خپلو نورو موخو لپاره د افغان ولس ګومان (ګمان ) په باور بدل کړي . ډېره غجیبه غوندې خبره خو لا داده ، چې د یوه پلوه افغان دولت د مخالفینو سره د جوړجاړي لپاره د پاکستان د مرستې ډرامې غږوي او په دې لاره کې د پرمختګ کله ناکله ګونګوسي خپروي او هم د پاکستاني چاواکو سره د لیدنو ،کتنو پر مهال د یو لړ پرمختګونو آوازې اچوی . خو نه د مخالفینوسره د جوړجاړي لپاره د پاکستان د مرستې کومه پته لږیږي او نه هم په دې هکله د کوم پرمختګ څرک تر سترګو شوې . او په دغه بریدونو سره یې چې امریکایان ترې سترګې پټوي ، لا یې یو بل ګل پسې شین کړ ، دغه ډول وېناوې هسې خوشې غولوونکي ، تېر ایستوونکي ، د وخت اړول او د کرزې صېت د ماموریت د غځولو او په یوه ټکې د کوچنیانو لوبې دي . دا ځکه چې کله د طالبانو د پاره دفتر جوړیږی او کله بیا خبره ورکه شي . جمهور ریس په بشپړ ډول د ولس په منځ کې د یو رښتیني زعیم حېثیت له لاسه ورکړی . ولس د نورو خورا زیاتو ناخوالو او ستونزو تر څنګ اوس په دوه لمو کې یانې فساد چې د همدې موجوده دولت زېږنده ( لاسته راوړنه ) ده او بل هم هغه جنګ چې بهرنیان یې خپله په لوی لاس پای ته رسول نه غواړي ، راګیر پاتی دی . په یوه هېواد کې چې د دولت ټول اراکین خپله له یوه سره د فساد زهر ګرځېدلي وي او د آزاد بازار اقتصاد نه په ناوړه ګټې پورته کونې سره د تولیدي اقتصاد پر ځای د لګښتي اقتصاد ټولې چارې یواځې د همدغه دولتي مافیایي ادارې په انحصار کې را ګیر وي او افغاني ټولنه یې لکه د یوه ناسور مکروبي زخم په توګه ټوله ککړ ه کړي وي څه توقع په کار ده . نو له دې کبله ، زما په نیمګړي ګمان ددغه فرصت نه په ګټه ،پاکستان غواړي خپلې نظامي پوستې د افغان لوري په خاوره کې په ستراتیژیکو نقطو کې ځای پر ځای کړي چې یوه ورځ دا هم د مذاکرتو یوه برخه وي چې ګویا دوی د خپلو نظامي پوستو د شاته کولو په بدل کې د څه امتیاز تر لاسه کولو ته سترګې غړولې وي .او هم په دې ډول کړنو سره پاکستان وغواړي د دغه سیمو په خلکو فشار راوړي چې د خپلو سیمو نه کډه شي او په دې توګه ددوی ولسیز سیمیز ځواک کمزورې کړي تر څو د پاکستان په وړاندې د مقاومت وړتیا او ځواک و نه لري . بله داچې پاکستانیان ښایی یو شمېر هغه وطن فروشان چې د ډالرو په بدل کې ورته د هېواد ملي ګټې هېڅ ارزښت نه لري او د وطن هېڅ سودا ورسره نشته په نېست حساب کړي وي ، یو شمېر یې بیا خپل جاسوسان ، او ځینې هم دولتی مافیایې کړۍ چې خپلې ګټې یواځې د هېواد په نا آرامه او کړکېچنه فضا کې لټوي او د وېش نه په تالان خوشحاله وي ، او همدا رنګه افغان ځوان اجیر په تنظیمی بنسټ ولاړ خام وسلوال پوځ ، په هېواد کې د یوه پیاوړي ،کاري اومرکزي دولت نشتوالې ، او همدارنګه د یوه پلوه د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د افغان دولت د مخالفینو سره تودې اړېکې ، او د بل پلوه خپلې اکمالاتي لوی لاری د همدغو مخالفینو د ټکولو لپاره د بهرنیانو په واک کې ورکول او له دې درکه د ملیونونو ډالرو تر لاسه کول دې ته ورته دي لکه ( غله ته وایي ورځه خو د کور خاوند ته وایي بیدا ر اوسه ) دا او دې ته ور ته نورو زیاتو لاملونو او مجبوریتونو ته په کتو ، چې نن یې پاکستانیانو ته دومره جرأت وکړې چې د افغانستان په دولتِِِي حریم چې ټوله نړۍ ورته برګه برګه ګوري خپل بریدونه تر سره کوي . وړمه ورځ د سوریی هېواد له لوری په ترکیه راکیټي برید وشو او همدلاسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه په کلکو ټکو وغند خو د پاکستان له خوا چې پر افغان خاورې توغندي ورول کیږي ټول پر سترګې پټوي .
زه د سیاسي چارو وړاند ویوونکې نه یم او نه هم هومره د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو تر منځ د څوڅو ځله شوو خبرو اترو د منځپانګې سیاسي څېړونکې یم خو یو څه چې مې زړه ته لویږی ، هغه دا چې نننۍ سیاسی وضع د برهان الدین ربانی د واکمنۍ ورستیو ورځو ته ورته والې لري یواځې توپیر یې پدې کې دې چې هغه مهال د پېړیو پېړیو جمع شوو ملی ، خصوصی او شخصی شتمنۍ اوهمدا رنګه د روسانو له خوا بې شمېره چاپ شوی پېسې په کانتینرونو کانتینرونو په بشپړ ډول د دوی د ټوپکیانو او ورسره د چپی اړخ یو شمېر یو ځای شوو نظامیانو له خوا لوټ او تنظیمونه سره د واک په سر په جنګ اخته شول . د کابل ښار یې په کنډواله بدل او په زرګونو خلکو پکې خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړ ، خو اوس همغه لوټماران چې طالبانو ګوښه کړی وو او اوس د بهرنیانو په زور په مصنوعی توګه په یوه ټغر راټول شوي او د واک په ګډۍ کښېنول شوي او په راتلونکې د نه باور له کبله نه یواځې د نړیوالو له خوا شوې ملیاردونو ډالرو مرسته یې په دې او هغه نامه له هېواده ووېستله ، بانکونه یې لوټ کړل ، د تریاکو کاروبار یې په خپل لاس و نیوه ، د ځمکو غضبول یې خپله ایماني دنده وبلله او په نړیوالو بانکونو کې یې ځان لپاره لوټ کړې شمنۍ خوندي کړې ، امنیت یې بهرنیانو نیولې او د فساد ټغر یې په خپلمنځیو ناستو پاستو ښه ګرم ساتلې ، د خلکو د ځورولو او د هغوی د وینو زبېښلو لړۍ په درز سره روانه ده . خو دا ځل به دې وضع ته عام ځورېدلې ولس چې د زغم کاسه یې مخ په ډکېدو ده ، د پای ټکې ږدي . او ددې کار پېلامه د کونړ ولایت باندې د وریدونکو توغندیو په وړاندې ددې ناکاره ادارې چپ پاتېکېدل وي . چا ته چې خپلې ملی ګټې ارزښْت ونه لري د یو داسې واکمنۍ شتون یواځې په خلکو ملنډې وهل دي او بس . هو ، یو څو ورځې د مخه دا موضوع د ملل متحد د امنیت په شورا کې د افغان لوری له خوا مطرح شوې خو له ډېر وخت ځنډ وروسته ، هغه هم کله چې له هر لوري شکایتونه را اوچت شول نو بیا واکمنان دې ته اړ شول چې له خدای لپاره خو یو آواز رااوچت کړي او خپله غاړه خلاصه کړی . د اوسنۍ وضع نه داسې څرګندیږي لکه چې په دولتی چاپریال کې ملی احساس بلکل مړ شوې وي . همدا رسنۍ دي ، چې دلته او هلته د خلکو غږ یو ځای بل ځای ته رسوي که نه نو دولت په بشپړ ډول ړوند او کونډ دې . هو دا د منلو وړ ده چې پاکستان د وضع نه د ناوړې استفادې په صورت کې ترانزیتي لارې بندوي او یا هم په افغان مهاجرو فشار راوړي ، او د افغان دولت له مخالفینو سره په پټه خواخوږي لري او د نننۍ فاسدې واکمنۍ پر ضد لمسوي او په خپل هېواد کې ورته ځای ورکوي . خو دا په دې مانا نه چې ددغه مجبوریتونو له کبله دې خپله خاوره له لاسه ورکړو او یا دې هم زمونږ خلک شپه او ورځ په دې او یا هغه نومونو ووژل شي او یا دې بې کوره شي . ددې پر ځای چې د پاکستان له خوا په افغان خاوره د هر راګوزار شوي توغندی په وړاندې اړینو اقداماتو نیولو لپاره لاس په کار شي . په دې اخته دي ، چې څنګه د جهاد د نامه نه په ناوړه ګټې اخستنې سره یو شمېر کوڅې، سرکونه او تعلیمي موسسې د یو څو هغه پېژندل شوو څېرو په نومونو چې لا تر اوسه یې د دوی د نا دودو او ناوړه کړنو د لاسه د کابل د خلکو ټپونه لا همغسې تازه دي ، ونوموي . او پدې کار سره نه یواځې د خلکو په زخمونو مالګه پاشي بلکه په هېواد کې د مېشتو قومونو تر منځ یوالي ته زیان رسوي . ولې دلته ، د هر څه د مخه د خپلې خاورې په هکله چې د ناموس حېثیت لري خپل غږ نه اوچتوي او سکون یې غوره بللې دې . هو ډالر خواږه دي او د آرام ژوند نا آرامول هم ښه کار نه دې . خو یو شې چې د ویلو وړ دې هغه داچې ،که چېرې په خپل وخت سره ددا ډول تیري مخه ډب نشي او لازمې کړنې تر سره نشې ، خدای مه کړه دا به د هېواد لپاره په دغه حساس وخت کې ډېرې ناوړې پاېلې له ځانه سر ه ولري . څنګه کېدای شي ، په داسې یو هېواد باندې چې ټول خلک یې په یو ډول نه یو ډول لکه څنګه چې تېرو څو لسیزو ناخوالو وښودله، د متجاوزینو په وړاندې د مقابلې جنګې وړتیا لري ، تېرې وشي . په اغلب ګومان بهرنیان نه غواړي افغان رسمی وسلوال ځواک په داسې اړینو تجهیزاتو چې پر مټ یې ددا ډول تیري مخه ونیول شي ، سمبال کړي . دا په دې مانا ، چې بهرنیان افغانستان د یوه بهرني هېواد د تجاوز او تیري په وړاندې نــــــا تــوانــــه او دوی ته محتاج پرېږدي که نه نو افغان ولس د لازمو جنګي تجهیزاتو په در لودلو سره لکه څنګه چې ټولې نړۍ ته څرګنده ده د خپلې خاورې د ساتنې جوګه دي .
که لږ څه نور هم ځیر شو، دداسې یوې پوښتنې ځوابولو ته اړتیا لیدل کیږی «!» ، کله چې په یو ټاکلي لګښت سره سرتا سری افغان وسلوال پوځ د یوسالم مدیریت په رامنځ ته کولو سره سمبالېدای شي ، او د بهرنی تجاوز په وړاندې په خپل مقاومت سره د بهرنیانو بار سپکولې شي ، ولې بهرني مرستندویه هېوادونه چې په افغانستان کې حضور لري ددغه ټاکلي لګښت پر ځای ، سل یا زر برابره زیات لګښت ته د خپلو نظامیانو له طریقه د دې دومره مرګ ژوبلې سره سره بیا هم زړه ښه کوي ، او یواځې په یوه محدوده کتله پانګونه کوي .دلته یوه داسې لویه سوالیه ؟ ایښودل پکار ده ( افغانستان بایدد نورو بازیو لپاره مجبور او ناتوانه پرېښودل شی ) . که داسې وی نو څه کول پکار دي ؟ . ( یو چاته یوه وویل چې غوږ دې پشکې وړې دې ، ددې پر ځای چې خپل غوږ وګوری د پشکې پسې منډې وهی ) . اصلا پاکستان د افغان دولت کمزوری پوره درک کړې نو اړینه ده مخکې له دې چې د نورو په ادرس د څه ویلو هڅه وکړو خپل ځان جوړ کړو . او دولت د هغه منافقو او پردیو پالو نه چې سر یې دلته خو لکۍ د نورو هېوادو استخباراتي کړیو سره غوټه ده ، پاک شي . تر څو د هر بهرني ګواښ په وړاندې معقول دریځ غوره او پرې نږدی چې ملي ګټو ته تاوان واوړي . ددې توغندیو ویشتل ښایی یو پارونکو دستوري عمل هم وي او پنجابیان وغواړي د کرغېړنې کرښې چې د هېڅ یوې خوا لپاره هم د منلو وړ نه ده دواړو خواوو ته پراته افغانان سره په جنګ کې راښکېل کړي ، د افغانستان په پښتون مېشتو سیمو کې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د رامنځ ته شوو پېښو پر بنسټ دا هم د امکان نه لېرې نه ده چې دا د پښتنو پر ضد د بهرنیانو د پروژ ی کومه بله برخه وي . ځکه بهرنیانو یواځې پښتون مېشتو سیمو کې له هر نوع وحشت نه ډډه نه ده کړی او هر څه چې یې له وسه پوره وو ، هغه یې وکړل او دا لړۍ لا روانه ده ، پاېله به یې څه وي لا جوته نه ده . دلته اړینه ده چې د پولې په اوږدو کې دواړو خواوو ته پراته پښتانه ډېر هوښیار او بېدار اوسي او پرېنږدي چې د پنجاب او د هغوی د بهرنیو پارتنرانو د کوم ناوړه پلان ښکار شي . او دا د افغان دولت دنده ، مکلفیت او مسئولیت دې چې د ډیورنډ د تپل شوې کرښې په اوږدو کې د افغانانو ژوند خوندي کړي . تاریخ ښودلې ده ، تل او هر چېرې چې د ملي مسئلې په اړوند یو دولت پاتې راغلې دې ، د همغه هېواد د دولت د پاېښت او دوام لپاره یې ناوړې پاېلې له ځانه سره درلودلې دي . که د یوه پلوه د کونړ په هکله چوپتیا چې یوه ملي موضوع ده د کابل د واکمنۍ لپاره د خطر یو زنګ بللای شو ، خو په ورته وخت کې د ځینو څېړونکېو او شننونکې په اند ، چې وایي د کونړ د غرونوپه لوړو، دنګو او هستکو څوکو کې د وخت د را ولاړ شوو ولسي خوځښتونو څرک د پخوانی شوروی اتحاد د ړنګېدو یوه غوره پېلامه ګڼلای شو . نو د پورتنیو ټولو نیمګړتیاوو سره چې زمونږ په ټولنه کې شتون لري ، بیا هم لکه چې دا ځل غشې نژدې ولږیږی او په کونړ باندې د راکیټی بریدګرو ځاله ( پاکستان ) به هم د همدې ولایت د همغو لوړو څوکو نه د پېلیدونکو خوځښتونو نه خپل برخلیک ( ؟ . . . . . ) تر لاسه کړي . څرګنده ده ، چې په پاکستان کې د مخالفینو شتون ، د غزېدلو لارو په اوږده کې دافغاني مالونو په وړاندې لکه څنګه چې د مخه مو هم وویل ترانزیتي ستونزې او د پاکستان له لوری په افغان مهاجرو باندې فشار راوړل هغه ننګونې دي چې د افغان واکمنو نه یې د مشوړې سر ورک کړې دې ، خو د خلکو د زغم کاسه هم په ډکېدو ده . او هغه لا څه کوی چې اوس د پاکستان سره د اوږدمهاله همکاریو د تړون آوازې اورېدل کیږی دغه ټړون ته لا له اوسه په پاکستان باندې د نه باور درلودلو له امله دشک په سترګه کتل کیږی . افغان دولت باید هر څه د مخه د پاکستان له خوا ورسره د تېرو شوو ژمنو د ژمنتوب په هکله افغان ولس ته معلومات ورکړي . څنګه کېدای شي ، د یو داسې هېواد سره چې همدا اوس په افغان خاوره هره ورځ لسګونه راکیټي بریدونه تر سره کوي او په تېرو ژمنو کې نه یوا ځې پاتې راغلې بلکه هر څه چې یې په وس پوره وي د افغان دولت د کمزورۍ لپاره یې سر ته رسوي . پدې کار سره ، داسې څه تر سره نشي چې د همغه ورځې په پای کې پرې پښېماني وښودل شي . او داسې بې ارزښته ټړونونه هم پکار نه دي . لکه د نورو هیوادو سره ، چې د پاکستان له خوا د راغوځار شوو راکیټونو په هکله په خبرتیا کې د خپلو ګټو نه ( د بهرنیو ځواکونو لپاره ترانزیتی لار ) د نه تېرېدو له وجهی بې خبري وښیي او سترګې پرې پټې کړي . که چېری د نورو سره په شوي ستراتیژیکو تړونو کې د افغان د خاورې خوندیتوب ته ځای ورکړل شوې وي ، لکه څنګه چې ورکړل شوې دې . نو څنګه کېدای شي چې دوی لا دلته حضور لري په خپلو ژمنو ولاړ نه دي . نو په راتلوونکې کې پرې څه باور په کار دې . غوره به دا وي ددې پر ځای چې د نورو نه ګیله وکړو خپل ځان راټول ، یو موټې او ددغه نیکونو او پلرونو څخه را پاتې سر لوړي هېواد په هره ممکنه معقوله وسیله چې وي ، ساتنه او پالنه وکړو . و من الله توفیق .