کور / راپور / پکتيا: د عبدالحي ګرديزي نمانځنغونډه جوړه سوه

پکتيا: د عبدالحي ګرديزي نمانځنغونډه جوړه سوه


( پنجشنبه د تلې ۲۰ مه ) د پکتیا مرکز ګردیز ښار  کی د  زین الاخبار ګردیزی ، د مولف ابو سعید عبدالحی ، بن ضحاک ، بن محمود ګردیزی د نمانځنی غونډه وشوه .


دغه غونډه چی دیو علمی سیمیار په بڼه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نوښت او حاجی محمد ګردیزی   ( درحیم ګردیز شرکت مسوول ) په مالی لګښت د یوی ورځی لپاره  جوړه شوی ، وینا والو د هیواد تکړه مورخ عبدالحی ګردیز په ژوند او اند خبری وکړی.


سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد وویل (خوشحاله یم چی نن د ګردیز په لرغونی ښار کی د افغانستان د یو پیاوړی مورخ د احوالو او آثارو، د څیړنی په منظور، یوه درنه غونډه جوړه شوی ده.



عبدالحی ګردیزی ،  د غزنوی عصر له وتلو او نومیالیو، مورخانو څخه وو ،  زین الاخبار یی په سیمه او ټوله اسلامی نړۍ کی ، ده ته شهرت بښلۍ ، او ځینو پوهانو زین الاخبار، د تالیف د روشونو او ساخت و بافت له نظره د علامه ابو ریحان البیرونی ، له آثارالباقیه سره شبیه بللۍ دی)


همدرد زیاته کړه ( د عبدالحی ګردیزی دا اثر د پخوانو مللو ، رسومو ، عاداتو ، انصابو او تاریخ په باب ډیر د کار وړ مطالب لری ، چی زمونږ د هیواد او سیمی په فرهنګی مطالعاتو کی د استفادی وړ ګڼل کیږی)


په پام کی وو چی دی غونډی ته له مرکز څخه د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی مخدوم رهین ، د کار او ټولنیزو چارو وزیره آمنه افضلی ، د مخابراتو او معلوماتی ټګنالوژۍ وزیر ښاغلۍ امیرزۍ سنګین ، د ولسمشر سلاکار وزیر انجنیر یوسف پښتون ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ښاغلی غلام نبی فراهی راشی خو د نا معلوم د لیل له امله ددوی راتږ و نشو ، او غونډه د پکتیا والی ښاغلی همدرد لخوا پیل شوه چی د ولسمشر پیغام یی هم د غونډی برخه والو ته ولوست


پکتیا والی دا هم وویل چی په افسوس سره باید ووایم زمونږ هیواد کی په ژوند ستایل ډیر کم دی ، هغه  مشهور متل دی چی په ژوندیو کی مو ښه نشته او په مړو کی مو بد.


 
د همدرد په خبره راځی د غه فرهنګ مات کړۍ ، د هغو مشرانو ، لیکوالو او سیاستوالو ستاینه هم  وکړۍ چی لا ژوندی دی  او دی ټولنی ته لا خدمت کوی


غونډی ته  په پکتیا کی د اطلاعاتو او کلتور ریس محمد شفا مشفق  د خپل وزیر پیغام ولوست چی په پیغام کی دی ورته غونډو جوړیدو ته اشاره شوی وه


له غرمی وروسته د غوڼدی دومه برخه کی د لیکولو او ادیبانو لخوا د مرحوم ګردیزی دژوند او اوند په اړه علمی مقالی ولوستل شوی چی د برخه والو د پام وړ وګرځیدی.