کور / تازه خبرونه / طالبانو د ۳ بهرنيانو د وژلو خبر ورکړ ، ناټو وای ۱ پوځي مړ دی

طالبانو د ۳ بهرنيانو د وژلو خبر ورکړ ، ناټو وای ۱ پوځي مړ دی

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي تېره ورځ د کندهار په شاوليکوټ کي د بهرنيو پوځيانو د چاپې پر مهال يوه سپين ږيري ځايي اوسيدونکي د کلاشينکوف پذريعه ۳ بهرني پوځيان ووژل چي پخپله بريد کوونکی هم د نورو بهرني پوځيانو لخوا پر هاغه ځای ووژل سو .
که څه هم د ناټو مطبوعاتي دفتر ددغي پېښي په اړه معلومات ندي خپاره کړي مګر د يوې خبرپاڼي په ترڅ کي يې منلې ده چي ددوی يو سرتېرئ د افغانستان په جنوب کي د وسله والو د بريد په نتيجه کي وژل سوی دی .
څنګه چي ناټو د خپلو سرتېرو د وژل کېدو پر وخت د پېښي دقيق ځای او څرنګوالی نه روښانه کوي ، معلومه نده چي د طالبانو ادعا او د ناټو مطبوعاتي دفتر لخوا د يوه بهرني وژل کېدل په يوه پېښه کي رامنځته سوي که څنګه .

په اکثره پېښو کي بهرنيانو ته د زيان ور اوښتلو ساحې ته خبريالانو ته د راپور جوړولو يا تصوير اخستلو اجازه نه ورکول کيږي ، په يو شمېر نورو سيمو کي د امنيتی دلايلو پر بنسټ د خبريالانو نه شتون د يوې پېښي په اړه د موثقو معلوماتو راټولول ستونزمن کوي .

د افغانستان په جګړه کي ښکېلي ډلي تل د خپلو تلفاتو د لږ او مقابل طرف د زيان د ډېر ښوولو هڅه کوي .